سعودی عربستان دیمن څلور نور ملکیان ووژل
Feb 06, 2018 02:21 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان له تیر میلادي کال راهسې دیمن دبې دفاع او مظلومو خلکو پرضد د متحده عربي اماراتو، اردن ،اسرائیلو ،امریکا او دانګلستان په مرستو سره حملو او بمباریوته دوام ورکړی .
فارس خبری اژانس وایی د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په مجز ولسوالۍ د سعودی عربستان رژیم د جنګی الوتکو په بیګا برید کښې څلور (۴)کسان ووژل شول او د څو ښځو او دماشومانو په شمول اووه(۷) نور کسان ژوبل هم شول
دسعودی عربستان رژیم جنګی الوتکو پرون غرمه هم دصعده ولایت په باقم ښار کښې هم څلور (۴)ملکیان وژلی وو .
سعودی عربستان له تیر میلادی کال راهسې دیمن دبې دفاع او مظلومو خلکو پرضد د متحده عربی اماراتو، اردن ،اسرائیلو ،امریکا او دانګلستان په مرستو سره حملو او بمباریوته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ماشومان او ښځې دی وژل شوی
ټیګونه