امریکا ، عربستان او اسرائیلو داعش ډله جوړه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65261-امریکا_عربستان_او_اسرائیلو_داعش_ډله_جوړه_کړی_ده
دامریکا د ویټرنیز ټوډې(Veterans Today) مجلې مسوول چلونکی جیم ډین ډاګینه کړه سعودی عربستان، اسرائیلو او امریکا د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو کښې رول لرلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2018 01:02 Asia/Kabul
  • دامریکا په مشرۍ ائتلاف تراوسه د سوریې په دیرالزور ، الرقه او حلب ولایتونو کښې ډیر بې ګناه خلک وژلي دي .
    دامریکا په مشرۍ ائتلاف تراوسه د سوریې په دیرالزور ، الرقه او حلب ولایتونو کښې ډیر بې ګناه خلک وژلي دي .

دامریکا د ویټرنیز ټوډې(Veterans Today) مجلې مسوول چلونکی جیم ډین ډاګینه کړه سعودی عربستان، اسرائیلو او امریکا د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو کښې رول لرلی دی .

هغه پرون له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل موجود سندونه او مدرکونه ددې ښودنه کوی چې امریکا د داعش ډلې په جوړولو کښې رول لرلی دی .

دامریکا د رسنیو دغه فعال زیاته کړه سعودی عربستان او د اسرائیلو رژیم حتی له امریکا  څخه وړاندې د داعش ډلې په جوړولو او په وسلو سمبالولو کښې رول درلود .

د امریکا د ویټرنز ټوډې مجلې مسوول چلونکی جیم ډین وویل د سعودی عربستان او داسرائیلو دوو (۲)رژیمونو له امریکا سره یوځاې هڅه وکړه د ترهګرو په ملاتړ کولو سره دسوریې جایز او قانونی حکومت نسکور کړی خو په دغه کار کښې بریالی نشول .

هغه ټینګار وکړ دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA)هم له ختیځې اروپا څخه زیاتې وسلې سوریې او عراق ته انتقال کړې او ترهګرو ته یې ورکړې .

امریکا او څو نورو هیوادونو د ۲۰۱۴ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره د تش په نامه دمبارزې په پلمه د ملګروملتونو له چوکاټ څخه بهر او د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته یو(۱) ائتلاف جوړ کړی دی .

دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه د سوریې په دیرالزور ، الرقه او حلب ولایتونو کښې ډیر بې ګناه خلک وژلی دی .