په اسلامی نړۍ کې داهل بیت(ع)دمحبانو ارتباطات په دوامدار ډول ټینګیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65417-په_اسلامی_نړۍ_کې_داهل_بیت(ع)دمحبانو_ارتباطات_په_دوامدار_ډول_ټینګیږی
د اهل بیت علیهم السلام دمحبانو او دتکفیریانو دموضوع دارزونې په موخې سره نړیواله غونډه ، له ۹۴هیوادونو څخه د د څه دپاسه اته سوه اسلامی عالمانو ،فقیهانو ،پوهانو اومتفکرانو په شتون سره د تیر نومبر په ۲۲ او ۳۲نیټو په تهران کې ترسره شوی وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2018 11:29 Asia/Kabul
  • په اسلامی نړۍ کې داهل بیت(ع)دمحبانو ارتباطات په دوامدار ډول ټینګیږی

د اهل بیت علیهم السلام دمحبانو او دتکفیریانو دموضوع دارزونې په موخې سره نړیواله غونډه ، له ۹۴هیوادونو څخه د د څه دپاسه اته سوه اسلامی عالمانو ،فقیهانو ،پوهانو اومتفکرانو په شتون سره د تیر نومبر په ۲۲ او ۳۲نیټو په تهران کې ترسره شوی وه .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، داسلامی ویښتیا  دنړیوالې ټولنې عمومی منشی  علی اکبر ولایتی  نن   په تهران کې د  اهل بیت علیهم السلام د  محبانو دنړیوالې مشورتی  شورات په غونډې کې   داهل بیت  علیهم السلام دمحبانو دکنګرې  دفعالیتونو منظمیدا ، د سیمې شرائطو ته په پام سره  ضروری وبلله .

 ولایتی  د دغې نړیوالې غونډې  ترسره کیدا او  په تیر نومبر کې دتکفیریانو  د کرغیړنې موضوع  ارزونې   ته په  اشارې سره  ووئیل دغه غونډه  د  ماډرن اسلامی تمدن  داحیا، داسلامی نړۍ  په  وړاندې  له مشکلاتو او خنډونو سره په مقابلې کې د  اسلامی وحدت او انسجام  درامینځةکیدا  او دافراطی ،انحرافی اوتکفیری  لیدتوګو سره  د مقابلې لپاره د اهل بیت علیهم السلام  د فکری او عقیدتی   ګډو ټکو   د لاروښانه کولو  لپاره د زمینو دبرابرولو په موخې سره  ترسره شوه .

  د اهل بیت علیهم السلام  دمحبانو  او دتکفیریانو دموضوع  دارزونې   په موخې سره نړیواله غونډه ،   له ۹۴هیوادونو څخه د د څه دپاسه اته سوه  اسلامی  عالمانو ،فقیهانو ،پوهانو اومتفکرانو  په شتون سره د تیر نومبر  په ۲۲ او ۳۲نیټو  په تهران کې ترسره شوی  وه .

 داسلامی ویښتیا د  نړیوالې ټولنې عمومی منشی  همداراز روښانه کړې ،  له دغې نړیوالې غونډې وروسته ،  په اسلامی نړۍ کې  پراخ او ژونر بدلونونه  رامینځة شوی چې   په هغو  کې  خورا مهمو  بدلونونو کې  ،  په سورئې  اوعراق کې  د داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې  دریښو  وچیدلو، په اسلامی هیوادونو کې   تفرقه  اچونکو سیاستونو   څخه   دنړیوال استکبار  ملاتړ،د دښمن په پیژندنې  او له نړیوال استکبار سره په مبارزې کې  د اسلامی نړۍد شخصیتونو اوپوهانو  پوهیدا او ځیرتیاپه څیر موضوعګانوته اشاره کولی شو .