په اسلامی نړۍ کې داهل بیت(ع)دمحبانو ارتباطات په دوامدار ډول ټینګیږی
د اهل بیت علیهم السلام دمحبانو او دتکفیریانو دموضوع دارزونې په موخې سره نړیواله غونډه ، له ۹۴هیوادونو څخه د د څه دپاسه اته سوه اسلامی عالمانو ،فقیهانو ،پوهانو اومتفکرانو په شتون سره د تیر نومبر په ۲۲ او ۳۲نیټو په تهران کې ترسره شوی وه .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، داسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې عمومی منشی علی اکبر ولایتی نن په تهران کې د اهل بیت علیهم السلام د محبانو دنړیوالې مشورتی شورات په غونډې کې داهل بیت علیهم السلام دمحبانو دکنګرې دفعالیتونو منظمیدا ، د سیمې شرائطو ته په پام سره ضروری وبلله .
ولایتی د دغې نړیوالې غونډې ترسره کیدا او په تیر نومبر کې دتکفیریانو د کرغیړنې موضوع ارزونې ته په اشارې سره ووئیل دغه غونډه د ماډرن اسلامی تمدن داحیا، داسلامی نړۍ په وړاندې له مشکلاتو او خنډونو سره په مقابلې کې د اسلامی وحدت او انسجام درامینځةکیدا او دافراطی ،انحرافی اوتکفیری لیدتوګو سره د مقابلې لپاره د اهل بیت علیهم السلام د فکری او عقیدتی ګډو ټکو د لاروښانه کولو لپاره د زمینو دبرابرولو په موخې سره ترسره شوه .
د اهل بیت علیهم السلام دمحبانو او دتکفیریانو دموضوع دارزونې په موخې سره نړیواله غونډه ، له ۹۴هیوادونو څخه د د څه دپاسه اته سوه اسلامی عالمانو ،فقیهانو ،پوهانو اومتفکرانو په شتون سره د تیر نومبر په ۲۲ او ۳۲نیټو په تهران کې ترسره شوی وه .
داسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې عمومی منشی همداراز روښانه کړې ، له دغې نړیوالې غونډې وروسته ، په اسلامی نړۍ کې پراخ او ژونر بدلونونه رامینځة شوی چې په هغو کې خورا مهمو بدلونونو کې ، په سورئې اوعراق کې د داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې دریښو وچیدلو، په اسلامی هیوادونو کې تفرقه اچونکو سیاستونو څخه دنړیوال استکبار ملاتړ،د دښمن په پیژندنې او له نړیوال استکبار سره په مبارزې کې د اسلامی نړۍد شخصیتونو اوپوهانو پوهیدا او ځیرتیاپه څیر موضوعګانوته اشاره کولی شو .