په یمن د عربستان په حملې کښې ۷ کسان وژل شوی
Feb 13, 2018 02:08 Asia/Kabul
-
د سعودي عربستان تیریګرو الوتکو په ځلونو دیمن بې ګناه خلک وژلي او ژوبل کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت حملې کښې اوه(۷) کسان ووژل او یوشمیر نور ژوبل کړل .
دغه مړه او ژوبل کسان د تعز ولایت په جنوب کښې په الصلو کلی کښې د اوبو یوې څا ته نږدې ولاړ وو چې د عربستان جنګی الوتکو ورباندې حمله وکړه .
د سعودی عربستان تیریګرو الوتکو په ځلونو دیمن بې ګناه خلک وژلی او ژوبل کړی دی .
په یمن دسعودی عربستان حملې او بمباریانې د خوراکی موادو او درملو د کمیدا او دناروغیو د خپریدا او دډیرو خلکو په تیره بیا دماشومانو د وژل کیدا سبب شوی دی .
ټیګونه