ال سعود رژیم د امریکا او داسرائیلوګوډاګی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65809-ال_سعود_رژیم_د_امریکا_او_داسرائیلوګوډاګی_دی
زمونږ خبریال وایی دترکیې د نړیوالو مسایلو کارپیژاند عباس کارا اغاچلی وویل د سعودی عربستان ال سعود رژیم دیمن دخلکو د وژلو لپاره دامریکا او داسرائیلو لاسپوڅی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 00:53 Asia/Kabul
  • ال سعود رژيم په سیمه کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو او د ولسي خوځښتونو ځپلو ته دوام ورکړی دی .
    ال سعود رژيم په سیمه کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو او د ولسي خوځښتونو ځپلو ته دوام ورکړی دی .

زمونږ خبریال وایی دترکیې د نړیوالو مسایلو کارپیژاند عباس کارا اغاچلی وویل د سعودی عربستان ال سعود رژیم دیمن دخلکو د وژلو لپاره دامریکا او داسرائیلو لاسپوڅی دی .

هغه ټینګار وکړ دسعودی عربستان د ال سعود رژیم له جوړیدا راهسې دغه رژیم دامریکا او داسرائیلو دغوښتنو په چوکاټ کښې په سیمه کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو او د ولسی خوځښتونو ځپلو ته دوام ورکړی دی .

دترکیې دغه سیاسی کارپیژاندی دغه راز دبحرین د ولسی انقلاب دځپلو لپاره د ال خلیفه او دال سعود رژیمونو هڅې ته په اشارې سره وویل د بحرین انقلاب چې اته(۸) کلن شوی یو خودجوشه حرکت او له امپریالیسټی او زور ویونکو قدرتونو په تیره بیا امریکا سره د مقابلې په چوکاټ کښې دی .

دترکیې د پوهنتون دغه استاد دبحرین دخلکو پرضد د ال خلیفه رژیم د بې عدالتیو او د جنایتونو په وړاندې د نړیوالو موسسو او ټولنو په چپتیا نیوکې سره  ټینګار وکړ دبحرین ملت به دخپلو انسانی حقوقو او دانقلاب د دفاع لپاره تر اخری سا پورې مقابله وکړی .