بروکسل د ایران له توغندوي بایکاټه ملاتړ نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66455-بروکسل_د_ایران_له_توغندوي_بایکاټه_ملاتړ_نه_کوي
اروپا د میزایل پروګرام په شان توجیهاتو سره د ایران خلاف یوځل بیا د بندیزونو د لګیدو ملاتړ نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 16:53 Asia/Kabul
  • بروکسل د ایران له توغندوي بایکاټه ملاتړ نه کوي

اروپا د میزایل پروګرام په شان توجیهاتو سره د ایران خلاف یوځل بیا د بندیزونو د لګیدو ملاتړ نه کوي.

بلومبرګ ویب سایټ په امریکا کښې د اروپايي اتحادیې د سفیر ډیویډ اوسُلیون له قوله یو رپورټ کښې ولیکل: د ایران خلاف بندیزونه ختم شوي دي او د ایران ښه نیت ته په پام سره یوځل بیا نه شي لګول کیدی.

هغه همداشان څرګنده کړه چې امریکايي چارواکو له اروپايي شریکانو سره خپلې خبرې اترې په ایران کښې د بالیسټک توغندیو د پراختیا د کنټرولولو په طریقې متمرکزې کړې دي چې د ۲۰۱۵ کال په ایټمي موافقه کښې د هغو پراختیا نه وه منعه شوې.

هغه په دې خبرې سره چې اروپا به هڅه وکړي څو له امریکې سره د دریځونو د سمولو لپاره یوه لاره پیدا کړي، ټینګار وکړ: اروپا به هیڅ داسې اقدام ته لاس وا نه چوي چې د برجام ایټمي موافقه په خطر کښې واچوي او په دې لړ کښې به یوځل بیا خبرواترو ته غاړه کښې نږدي.