سعودی عربسان دیمن نورخلک مړه او ژوبل کړل
-
په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنه تراسوه د لسګونو زرو بې ګناه خلکو دوژل کیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي ده .
زمونږ خبریال وایی دعربستان جنګی الوتکو نن سهار دیمن په شمال کې د صعده ولایت په باقم ښار کې په یوشمیر سیمو بمبارې وکړې چې په ترڅ کې یې اته(۸) ملکی خلک ووژل شول او څوارلس(۱۴) نور ژوبل هم شول.
د یمن پوځ او ولسی ځواکونو د سعودی عربستان جنایتونو ته په ځواب کې د سعودی عربستان په جنوب کښې د جیزان ولایت په یوشمیر سیمو کې په غلچکۍ حملو کښې د عربستان یو شمیر پوځیان هلاک کړل او یوشمیر یې ژوبل هم کړل .
دیمن عسکر په دغو عملیاتو کې وتوانیدل د سعودی عربستان دوه(۲) پوځی ګاډی چې په یوه کې یې د پوځ افسران ناست وو ویجاړ کړی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په مرکز کښې په «البیضا» ولایت کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مورچو هم حمله وکړه .
سعودی عربستان دامریکا په ملاتړ سره د۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابند کړی هم دی .
په یمن کښې د سعودی عربستان جنګ غوښتنه تراسوه د لسګونو زرو بې ګناه خلکو دوژل کیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوی ده .