سعودی عربسان دیمن نورخلک مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67091-سعودی_عربسان_دیمن_نورخلک_مړه_او_ژوبل_کړل
زمونږ خبریال وایی دعربستان جنګی الوتکو نن سهار دیمن په شمال کې د صعده ولایت په باقم ښار کې په یوشمیر سیمو بمبارې وکړې چې په ترڅ کې یې اته(۸) ملکی خلک ووژل شول او څوارلس(۱۴) نور ژوبل هم شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 09:09 Asia/Kabul
  • په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنه تراسوه د لسګونو زرو بې ګناه خلکو دوژل کیدا او د میلیونونو  کسانو د کډوالیدا سبب شوي ده .
    په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنه تراسوه د لسګونو زرو بې ګناه خلکو دوژل کیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي ده .

زمونږ خبریال وایی دعربستان جنګی الوتکو نن سهار دیمن په شمال کې د صعده ولایت په باقم ښار کې په یوشمیر سیمو بمبارې وکړې چې په ترڅ کې یې اته(۸) ملکی خلک ووژل شول او څوارلس(۱۴) نور ژوبل هم شول.

د یمن پوځ او ولسی ځواکونو د سعودی عربستان جنایتونو ته په ځواب کې د سعودی عربستان په جنوب کښې د جیزان ولایت په یوشمیر سیمو کې په غلچکۍ حملو کښې د عربستان یو شمیر پوځیان هلاک کړل او یوشمیر یې ژوبل هم کړل .

دیمن عسکر په دغو عملیاتو کې وتوانیدل د سعودی عربستان دوه(۲) پوځی ګاډی چې په یوه کې یې د پوځ افسران ناست وو  ویجاړ کړی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په مرکز کښې په «البیضا» ولایت کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مورچو هم حمله وکړه .

سعودی عربستان  دامریکا په ملاتړ سره د۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابند کړی هم دی .

په یمن کښې د سعودی عربستان جنګ غوښتنه تراسوه د لسګونو زرو بې ګناه خلکو دوژل کیدا او د میلیونونو  کسانو د کډوالیدا سبب شوی ده .