اسلامی ایران له ترهګرۍ سره ستره مبارزه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67105-اسلامی_ایران_له_ترهګرۍ_سره_ستره_مبارزه_کړی_ده
داسلامی نړیوال امت د ټولنیزې موسسې مشر محمد «امین ماجومدر» چې د روسیې د کډوالو د فیډراسیون د ټولنیزې موسسې مشرۍ هم پرغاړه لری نن په ماسکو کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل هیڅ هیواد دایران په شان په مینځنی ختیځ کښې له ترهګرو سره مبارزه نه کوی او تهران ترهګرۍ ته سخت ګوزارونه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 11:51 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان په شمول عربو هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځاې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.
    دسعودي عربستان په شمول عربو هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځاې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.

داسلامی نړیوال امت د ټولنیزې موسسې مشر محمد «امین ماجومدر» چې د روسیې د کډوالو د فیډراسیون د ټولنیزې موسسې مشرۍ هم پرغاړه لری نن په ماسکو کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل هیڅ هیواد دایران په شان په مینځنی ختیځ کښې له ترهګرو سره مبارزه نه کوی او تهران ترهګرۍ ته سخت ګوزارونه ورکړی دی .

هغه وویل ایران له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کښې زیات شهیدان ورکړی دی او ددغه هیواد په زرګونو کسان له ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې شهیدان شوی دی او یا خپله سلامتیا یې له لاسه ورکړی ده .

د روسیې د مسلمانانو دغه ټولنیز شخصیت له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې په چاره کښې د مینځنی ختیځ د  عربو هیوادونو په کړچار نیوکې سره وویل که چیرې دسیمې هیوادونو دایران په شان له ترهګرو ډلو سره مبارزه کولای نن به  داعش او نورو ترهګرو ډلو په اسلامی هیوادونو حملې نشوې کولای .

هغه ټینګار وکړ دسعودی عربستان په شمول دسیمې ځینو عربو هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځاې د ترهګرو ملاتړ کړی دی او دغه هیوادونه  ټروریسټانو ته اسلامی مبارزان وای خو همدغو ډلو په سوریې کښې ثابته کړه  خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره چمتو دی په زرګونو بې ګناه خلک ووژنی .