ترهه ګری له حقیقی اسلام سره هیڅ ارتباط نه لری
عبدالباسط له سیاسته د دین دجلا کولو په باب هرډول تفکر رد کړ او وې وئیل ، د اسلام پاک دین دیوه بل دنظرونو او عقایدو ته د احترام او عدالت په اساس دحکومت دارۍ روده ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان داسلام اباد د سیاسی څیړنیزې موسسې مشر محمد عبدالباسط نن په اسلام اباد کې د ترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره په مقابلې کې د دین د عالمانو اوعارفانو د رول نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې له ترهه ګرۍ د لویدیځ ناسم تعریف ته په اشارې سره ووئیل لویدیځ باید له اسلام سره د ترهه ګرۍ له یو ځای کولو ډډه وکړی ، ځکه چې حقیقی اسلام له ترهه ګرۍ سره هیڅ ارتباط نه لری .
عبدالباسط له سیاسته د دین دجلا کولو په باب هرډول تفکر رد کړ او وې وئیل ، د اسلام پاک دین دیوه بل دنظرونو او عقایدو ته د احترام او عدالت په اساس دحکومت دارۍ روده ده .
په پآکستان کې داسلامی ایران د کلتوری سلایار شهاب الدین دارابی هم په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل ،ا سلام د سولې ، رحمت ،پخلاینې او ورورولۍ دین دی ا و باید نړۍ ته داسلام دپاک دین دحقیقی څیرې دمعرفی کولو لپاره زمینه برابره شی .