د یمن پوځ په سعودی عربستان توغندی وویشت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67906-د_یمن_پوځ_په_سعودی_عربستان_توغندی_وویشت
فارس خبری اژانس وایی دیمن پوځ پرون وویل چې دوې پرون دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان ولایت کښې د دغه هیواد د ځانګړیو عسکرو په مرکز د بدر یو(Badr-1) لنډ واټنه توغندی حمله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن پرضد حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړي دی .
    سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن پرضد حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړي دی .

فارس خبری اژانس وایی دیمن پوځ پرون وویل چې دوې پرون دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان ولایت کښې د دغه هیواد د ځانګړیو عسکرو په مرکز د بدر یو(Badr-1) لنډ واټنه توغندی حمله کړی ده .

دا له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی دوهم(۲) توغندی دی چې دیمن پوځ په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې د سعودی عربستان په جنوب د عربستان د ګوډاګیانو دحملو د دوام په ځواب کښې ویشتلی دی .

دیمن پوځ په تیرې سې شنبې ورځ هم بریالی شوی وو له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکی توغندی سره د یمن په صعده ولایت کښې دسعودی عربستان ایف پینځلس (f-15)ډوله الوتکه نسکوره کړی .

سعودی عربستان د امریکا، بریتانیا ، فرانسې او د متحده عربی اماراتو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .