سعودی عربستان طالبان د خبرو میز ته راوستلی شی
-
امریکا او افغانستان هیله من دي چې سعودي عربستان طالبان د سولې خبرو ته راضي کولای شي .
زمونږخبریال وایی دامریکا د ملی امنیت چارواکو ویلی دی چې سعودی عربستان د افغانستان طالبان دسولې خبرو ته راوستلی شی .
هغوې وویل سعودی عربستان دافغانستان دسولې په پروسې کښې د رول د لوبولو لپاره چمتو شوی دی.
دامریکا رسنیو وویل ددغه هیواد دملی امنیت شورا دافغانستان د سولې د پروسې لپاره څلوراړخیزه هڅې پیل کړی دی او دافغانستان دسولې په پروسې کښې سعودی عربستان او متحده عربی امارات هم شامل کړې شوی دی .
امریکا او افغانستان هیله من دی چې سعودی عربستان طالبان د سولې خبرو ته راضی کولای شی .
سعودی عربستان، متحده عربی امارات او امریکا په نړۍ کښې د ډیرو ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی هیوادونه دی .
سعودی عربستان او متحده عربی امارات له ډیر پخوا راهسې له طالبانواونورو ترهګرو ډلو سره مرستو ته دوام ورکړی دی .