د غبرګولي د شپږمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72094-د_غبرګولي_د_شپږمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 05:13 Asia/Kabul
  • د غبرګولي د شپږمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې د ابرار ورځپاڼې د وړومبي مخ ځیني سرټکي راخلو چې په دا ډول دي:

روسیه وايي: امریکا نور نو د برجام (ایټمي موافقې) په هکله هیڅ حق نه لري.

د فرانسې ولسمشر ماکرون هم ویلي چې د برجام په شمول د ټولو موافقو باید خیال وساتل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: ځان مو ډیر بدو حالاتو ته هم چمتو کړی دی.

د دې خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند له برجامه د امریکې له وتنې سره د مقابلې لپاره د دغې ادارې د تیاریو په هکله وویل: ایران د ضرورت په وخت د خپلو ایټمي فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره ضروري شرایط لري.

«بهروز کمالوندی» پرون په دې خبرې سره چې د ایران د ایټمي ټیکنالوجۍ پراختیا او فعالیت بند شوی نه دی، څرګنده کړه: که ایټمي موافقه ختمه شي نو ایران به خپل صلحه ایز ایټمي پروګرامونه لا پراخ کړي چې په حجم، سطحې، د یورانیمو د پخونې په فیصدۍ او نورو مواردو کښې پراختیا پکښې شامله ده.

کمالوندي د ایټمي موافقې په مفادو د ایران د نه پابندۍ په هکله د امریکې د ولسمشر د ادعاؤ په هکله زیاته کړه: په ایټمي معاهدې باندې د ایران د پابندۍ په هکله قضاوت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په غاړه دی او په هغو لسو کتنو کښې چې دغه آژانس د ایران له ایټمي مرکزونو کړې دي، پر خپلو ژمنو د ایران په پابندۍ پکښې په څرګنده ټینګار شوی دی.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د برجام (ایټمي موافقې) د ختمیدو په صورت کښې د ایټمي وسلو د تولید او پراختیا د منعې په تړون (این، پي، ټي) کښې پاتې کیدو ته د ایران د ګروهنې په لړ کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: ایران له کال ۱۹۷۴ څخه د دغه تړون غړی دی  او تر څو چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه وي، تر هغې به له این، پي، ټي څخه ونه وځي.

**

د تهران چاپ افکار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف یو ستر انځور چاپ کړی او د دوي له قوله یې لیکلي دي: یوه داسې مذاکره چې نه سپینه ده او نه توره.

خبر زیاتوي چې ښاغلي ظریف وویل: عزیزان باید وګوري آیا دا څه چې اروپايي اتحادیې، روسیې او چین او نورو هیوادونو وړاندې کړي دي، د برجام د دوام لپاره پوره دي او که نه؟ داسې نه ده چې ګني مونږ په یوازې سر غواړو د دې وړاندیزونو په هکله خپل نظر ورکړو. هغه په یوه مرکه کښې هم ایران ته د اروپايي اتحادیې، روسیې او چین وړاندیزونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دا وړاندیزونه څیړي او په برجام کښې د پاتې کیدو د دوام په هکله به فیصله وکړي.

د ایران خارجه وزیر همداشان له اروپایانو سره د ایران د توغندوي توان او د سیمه ایز نفوذ په هکله د خبرواترو په دروغ بللو سره زیاته کړه: اروپايي اتحادیې هم دا خبره تکذیب کړې او په حقیقت کښې دا کار د صهیونیسټي رژيم نفسیاتي عملیات دي څو دا دروغ خبرونه نورو ته  منتقل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په کراتو ټينګار کړی چې یوازې د برجام په هکله خبرې اترې کوي او له دغې ایټمي موافقې بهر هیڅ اقدام نه ترسره کوي.

**

خو له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د روسیې د سن پیټرزبرګ په اقتصادي کانفرنس کښې د ډونلډ ټرمپ یواړخیز پالنې ته د هیوادونو د غبرګون په هکله خبر راخیستی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین له خولې یې په غټو ټکو لیکلي دي: ټرمپ له برجامه د وتنې اصلي بایلونکی دی.

د دې خبر په ځینو مهمو برخو کښې لولو چې په تیرو څو ورځو په تیره بیا د روسیې د سن پیټرزبرګ په اقتصادي کانفرنس کښې نړیوالې دریځنیونې نه یوازې د امریکې په برجام ضده سیاست او هلوځلو د بطلان کرښه ده بلکې د واشنګټن د یواړخیز پالنې او د نورو هیوادونو په حیثیت او د حاکمیت په حق باندې یې د تیري د ختمولو لپاره د یوې ډله ایزې روا ارادې ښودنه ده.

په دغه غونډه کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې برجام (ایټمي موافقه) باید اجرا شي، د ایران د ایټمي موافقې لاسلیکول د پاریس انتخاب او پر برجام پابندي د فرانسې د حاکمیت د حق دفاع وبلله.

خبر زیاتوي چې د جرمني او چین غوښتنه هم له امریکې پرته د برجام ساتنه ده.

د هندوستان چارواکي هم باوري دي چې ایران د برجام (ایټمي موافقې) خلاف ورزي نه ده کړې نو په دې وجه د دغه هیواد خلاف هیڅ ډول بندیز لګیدل نه دي پکار.

**

او اطلاعات ورځپاڼې په خپل وړومبي ستر خبر کښې لیکلي دي: د ایران مقننه او قضائیه قواؤ د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره د حکومت له هلوځلو خپل ملاتړ اعلان کړ.

همداشان یې لیکلي چې د اروپايي هیوادونو خارجه وزیران په بروکسل کښې د برجام په موضوع سلامشورې کوي.

له بلې خوا د امریکې لسګونو سیاسي فعالانو د ستمبر د یوولسمې په محکمه کښې د ایران په ګټه شهادت او ګواهۍ ورکولو ته چمتو والی ښودلی.

او د یمن په لویدیځ کښې د سعودي ائتلاف عملیاتو د ۱۲۰ سعودي لاس پوڅو په وژل کیدو سره ماتې وخوړله.

**

کابل چاپ:

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره تبصرې بیا هم له خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه غبرګونونو ته ځانګړي شوي دي.

    ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې ارګ ماڼۍ د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلون په اړه له دوه ورځنۍ خاموشۍ وروسته د پاکستان د پارلمان دا پریکړه یو اړخېزه او له بریتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ میلادي کال د تړون مخالفه بللې ده.

ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې د قبایلو په اړه دا پریکړه د ډیورنډ پر فرضي کرښې کوم اغېز نهلري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسي جرګې په خپل غبرګون کې د پاکستان دا پریکړه یو اړخېزه بللې او لیکلي یې دي چې دا پریکړه له افغان حکومت سره له سلا مشورې پرته شوې ده.

ورځپاڼې د پښتو نخواه عوامي ګوند د مشر محمود خان اچکزي غبرګون هم راخېستی او لیکلي یې دي چې د پاکستان پارلمان د قبایلو په اړه په یوه دقیقه کې داسې پریکړه وکړه چې له سلو کلونو پرې جنجال و.

    دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د قبایلي سیمو د برخلیک په موضوع کې افغانستان د یوه مهم لوري په توګه مطرح دی او پاکستان باید پرې نهښودل شي چې د افغانستان له مشورې او موافقې پرته د قبایلو په اړه هره پریکړه چې غواړي ترسره یې کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د پاکستان یو اړخېز اقدامات د افغانستان ګټې له خطر سره مخامخ کوي او دا ځکه چې پاکستان هڅه کوي د ډیورنډ کرښې موضوع د ځان په ګټه وڅرخوي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې سپارښتنه کړې چې افغانستان باید پهدې اړه جدي او ښکاره غبرګون وښیي.

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا له خېبر پښتونخواه سره د فاټا د ادغام په اړه د پاکستاني کړیو پریکړه خپلسری اقدام بللی او هغه یې غندلی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د قبایلي سیمو په اړه د پاکستاني مغرضو کړیو د وروستي اقدام د غندلو په خاطر نن په کابل کې یوه ستره احتجاجي غونډه هم جوړېږي چې پهکې به د دې اقدام د غندلو ترڅنګ د پاکستان دوه مخی سیاست او پاروونکي اقداماتو په اړه ویناوې وشي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پهدې اړه یوه اساسي غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه او نور بې پری نړیواله سازمانونه باید د ډیورنډ کرښې او لهدې منحوسې کرښې اخوا د پرتو پښتنو د برخلیک په اړه رغنده اقدام وکړي او کوز پښتانه دې د پاکستان د پنجابي واکمنانو له منګلو وژغوري.

    مسیر

مسیر ورځپاڼې د قبایلو سیمو په تړاو د پاکستان د ولسي جرګې پریکړه ظالمانه او غیر منطقي بللې او د هغې خطرناکو پایلو ته یې کتنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستان له ډېر مخکې نه هڅه کوله چې پر قبایلي سیمو خپله ولکه ټینګه کړي او دې هدف ته د رسېدو لهپاره یې د ترهګرو ضد عملیات وسیله وګرځوله.

ورځپاڼه لیکي چې له ضرب عضب عملیاتو نیولی تر دې دمه پاکستان د ترهګرو پر خلاف د عملیاتو په نامه خپله ولکه په قبایلي سیمو ټینګه کړه او د ورځپاڼې په وینا پاکستان سره دې هدف ته د رسېدو لهپاره طالبانو هم ښه همکاري وکړه.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د قبایلي سیمو او ډیورنډ په کرښه د پاکستان د اقداماتو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او موجوده مسایل دې له نېږدې وڅاري.

    هرټ اف اېشیا

په انګلیسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې هېرټ اف اېشیا بیا د ملي وحدت حکومت په مشرانو انتقاد کړی دی چې په مهمو ملي مسایلو خاموشه پاتې کېږي او د قبایلي سیمو په تړاو یې د پاکستان د پارلمان وروستۍ پریکړه د یو مثال په توګه یاد کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د بریتانوي هند او د افغانستان ترمنځ د شوې موافقې لهمخې قبایلي سیمې د یو بفر زون حیثیت لري او د موافقې یو طرف هم نهشي کولای پهدغو سیمو کې مداخله وکړي او یا هم هغه لاندې کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي، افغانستان اوس مهال د دې جوګه نهدی چې د خپلې خاورې دغه سیمې بېرته د ترلاسه کولو اقدام وکړي، خو د دې مسئلې په اړه خپل دریځ څرګندولی شي.

*******////////////********