د غبرګولي د نهمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72356-د_غبرګولي_د_نهمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 09:37 Asia/Kabul
  • د غبرګولي د نهمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د سپاه پاسداران د مشر قومندان د ځاې ناستي څرګندونې سره د هغه له انځوره راخیستې دي او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: هیڅوک له ایران څخه توغندي نه شي اخیستی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قوماندان ځای ناستی حسین سلامی د هیواد دتوغندوی توان په پراختیا او ساتلو ټینګار سره وویل دایران داسلامی جمهوریت د توغندوی توان په اړه خبرې نشی کیدلی او هیڅ هیواد نشی کولای ایران له خپلو دفاعی وسونو محرومه کړی .

هغه بیګا دایران داسلامی جمهوریت د توغندوی توان دبندولو په اړه له ایران څخه د امریکا دباندنیو چارو د وزیر مائک پمپئو (Mike Pompeo)د وروستۍ غوښتنې په شرمونکی بللو سره وویل دایران په توغندوی توان خبرې نشی کیدلای او مونږ  ددغه توان پراختیا او ساتلو ته هوډمن یوو .

د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د قوماندان ځاې ناستی حسین سلامی وویل مونږ نن سبا د دفاعی قدرت داسې حد ته رسیدلی وو چې د امریکا خارجه وزیر په خپلو ظالمانه غوښتنو کښې ویلی دی ایران باید دخپلو بلاسټیک توغندیو پراختیا بنده  کړی یعنی امریکا نشی کولای په خپله دغه کار وکړی .

هغه دسیمې په هیوادونو کښې د ایران د لاسوهنې په اړه د امریکا دتورونو په ردولوسره وویل ایران د سیمې په هیوادونو کښې خپل شتون او نفوذ نه ختموی ځکه چې دغه نفوذ فیزیکی نه دی بلکې دا داسلام منطق او باور دی چې دسیمې په هیوادونو کښې یې نفوذ کړی دی .

حسین سلامی له اټومی موافقې د امریکا د وتلو او دایران پرضد د امریکا دچارواکو د ګواښونو د زیاتیدا په کم اهمیته بللو سره وویل د واشنګټن ددغو اقداماتو هدف په ایران ددباو زیاتول دی خو د اسلامی انقلاب څلویښت(۴۰) کاله تجربې ښودلی ده چې دایران ملت به هیڅ کله دامریکا له دغو ګواښونو ونه ویریږی .

**

ایران ورځپاڼې بیا د جرمني د صدر اعظمې او د دغه هیواد د خارجه وزیر څرګندونو ته انعکاس ورکړی او د آنګلا میرکل له قوله یې لیکلي دي: دجامعې ایټمی موافقې ساتلوته کلک هوډ لرو.

د جرمنی صدراعظمې  میرمن آنګلا مرکل  پرون ناوخته   په برلین کې د نړیوالو لارو چارو په نامه  په یوه سیمنار کې  روښانه کړې   اروپائی اتحادیه په  تیره بیا  جرمنی  د نړیوالې ایټمی موافقې  ساتلو ته کلک هوډ لری  او دا یوه  هر اړخیزه  موافقه ګڼی .

 له بلې خوا جرمن خارجه وزیر هم ویلي دي: تر څو چې تهران پر برجام پایبند وي، د ایران له اقتصاد سره مرستې ته تیار یو.

ورځپاڼې له دې خبر لاندې په خپله شننه کښې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په داسې حالې کې  له جامعې ایټمی موافقې  امریکا ویستلی چې  تقریبا درسته نړۍ  د غه   نړیواله موافقه  یوه  هراړخیزه او  کارنده   موافقه ګڼی .  د ملګروملتو د سرمنشی  آنتو نیو ګوترش پشمول  داروپائی  اتحادئې درستو مشرانو دامریکا په  دغه اقدام اندیښنه ښودلې او  روښانه ئې کړې  ده چې  له د غې نړیوالې موافقې به خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی .

**

کیهان:

د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو په برخه کښې د میانمار موضوع هم ځاې کړی شوې ده او لیکلي یې دي چې د مختلفو دینونو یوه ډله مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر د کړکیچ د هواري لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي.

د انډونیشیا د ولسمشر استازي دین سیامسودین پرون د مختلفو دینونو له یوه ډله مذهبي مشرانو سره یوځای میانمار ته په سفر کښې د دغه هیواد له خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره وکتل او د میانمار له حکومته یې وغوښتل چې په خپل عملي اقدام سره په دغه هیواد کښې د روهنګیا مسلمانانو د وژلې په لړ کښې اندیښنې لرې کړي.

هغه له میرمن سوچي وغوښتل چې روهنګیا مسلمانانو ته د ښاریزتوب د حقوقو په ورکړې سره د هغوي خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو مخالفو ډلو د حملو مخه ونیسي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې د روهنګیا مسلمانانو د ښاریزتوب د حقوقو منل میانمار ته د صلحې د ورستنولو او د تندلارو د څنګته کولو یوازنی لاره ګڼله کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان غیرقانوني کډوال ګڼي او د هغوي د ښاریزتوب حقوق په رسمیت نه پيژني.

ملګرو ملتو هم د میانمار حکومت د دغه هیواد د لویدیځ پ راخین صوبه کښې په نسل وژني او توکمیزې پاکونې تورن کړی دی.

 

کابل چاپ:

د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د ځینو نورو مسایلو تر څنګ له خېبر پښتونخواه ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه په پورته شویو غبرګونونو تبصرې کړې دي.

    مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د قبایلو د شورا په حواله لیکلي دي چې له خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د ادغام پرېکړه نه‌مني او وایي چې دوی د لوی افغانستان وګړي دي.

د ورځپاڼې په وینا د قبایلو شورا د باجوړ، مومندو، خېبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان استازیتوب کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د دې شورا غړو پرون په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې پاکستان په وروستیو کلونو کې قبایلي سیمې د ترهګرو په مرکز بدلې کړي، څو د افغانستان پر ضد ترې کار واخلي.

ورځپاڼې وړاندې د قبایلو د شورا د غړو په حواله لیکلي دي چې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته ولسونه ځان د لوی افغانستان برخه بولي او په هېڅ صورت له افغانستانه بیلېدونکي نهدي.

ورځپاڼه لیکي چې دې شورا له ملګرو ملتونو، د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو او اسلامي هېوادونو غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د قبایلي سیمو ازادي له تر پښو لاندې کولو ډډه وکړي.

 

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د قبایلي شورا غړو خبرداری ورکړی، که پاکستان له خپلې دې پرېکړې تېر نهشي، نو له سختو ګواښونو سره به مخامخ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت هم له خېبر پښتونخواه ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام لهپاره د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه بللې، خو ورځپاڼه لیکي چې ولس غبرګون نه، بلکې د غاصب پاکستان پر ضد عملي ګام غواړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولس له حکومته غواړي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په اړه تاریخي او معتبر اسناد ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې ته دې وړاندې کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راروان دی، خو د ولس غوښتنه دا ده چې افغان لوری باید د پاکستان د پارلمان د وروستۍ ناوړه او غیر قانوني پرېکړې په اړه ورته تُند غبرګون وښیي.

 

    ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا تر دې سرلیک لاندې چې «کهېل ختم قبایل او ډیورند هضم»، خورا اوږد مطلب لیکلی چې پهکې د ډیورند کرښې په اړه تاریخي سند او د افغانستان او پاکستان سیاستونو ته کتنه شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي د ډیورند کرښې په اړه د بریتانیا او پاکستان سیاستونه او په وړاندې یې د افغانستان د کمزورو حکومتونو سیاستونه جلا مسئله ده، خو حقیقت دا دی چې داسې کوم سند نه‌شته چې وښیي د افغانستان کوم قانوني حکومت د افغانستان د خاورې یوه برخه بریتانوي هند او یا پاکستان ته وربخښلې وي.

ورځپاڼې وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د اسلام‌اباد تېریو او په وړاندې یې د افغانستان له لوري غبرګونونو ته کتنه کړې، خو د قبایلو د ادغام لهپاره د پاکستان په وړاندې د افغانستان غبرګون خورا نرم بلل شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا پهکار ده چې د افغانستان ملي شورا او سیاسي ګوندونه هم پهدې اړه تُند غبرګونونه وښیي.