له امریکا سره خبرې کول د وخت ضایع کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73796-له_امریکا_سره_خبرې_کول_د_وخت_ضایع_کول_دی
فارس خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له این ټی وی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل دامریکا له ولسمشرانو سره خبرې کول د وخت ضایع کول دي ځکه چې دباو ډلو هغوې یرغمل(Hostage) کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2018 00:14 Asia/Kabul
  • د امریکا بهرنی سیاست نه بدلیږي نو پردې اساس له امریکا له خبرې اترې پرته له دې چې څه ګټه ولري د وخت ضایع کول دي .
    د امریکا بهرنی سیاست نه بدلیږي نو پردې اساس له امریکا له خبرې اترې پرته له دې چې څه ګټه ولري د وخت ضایع کول دي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له این ټی وی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل دامریکا له ولسمشرانو سره خبرې کول د وخت ضایع کول دي ځکه چې دباو ډلو هغوې یرغمل(Hostage) کړی دی .

هغه وویل سوریې په نولس سوه څلوراویایم(۱۹۷۴) میلادی کال کښې له امریکا سره د خبرو له پیل راهسې تراوسه هیڅ شی لاس ته نه دی راوړی ځکه  چې د امریکا  ولسمشران د وسلو د جوړونکو   ، د تیلو د شرکتونو ، د مالی موسسو ، دسترو رسنیو او د لابیو په شمول د دباو ډلو لخوا یرغمل کړی شوی دی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په دې خبرې سره چې دمشق باوری دی خبرې اترې به له هر لوری او هیواد سره ګټورې  وی ډاګینه کړه د امریکا بهرنی سیاست نه بدلیږی نو پردې اساس له امریکا  سره  خبرې اترې پرته له دې چې څه ګټه ولری د وخت ضایع کول دی .

دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره د سعودی عربستان، امریکا او د دوې دنورو ملګرو هیوادونو دملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی خو دسوریې دپوځ او خلکو سرشیندونو د دښمانانو  دسیسې ناکامه کړی دی .