دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتړو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو . هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی دایران د ریډیو اوټیلیویژن د ادارې له مشر علی عسګری اوورسره پلاوی سره په کتنې کې دملی رسنئ درول په په ستایلو سره وئیلی دی د ملی رسانۍ د نده دملی وحدت پیاوړتیا ، عمومی باؤر او راتلونکی ته هیله ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،داسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر سیدعباس عراقچی په یولړڅرګندونو کې اروپایانو ته په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ، داایران انتظار په ختمیدو دی او په راتلونکو اونیو کې له جامعې ایټمی موافقې دایران د وتلو احتمال ډیر زیات دی ،که اروپایان دایران په حقه غوښتنې پوره نه کړی ، نو بیا به ورځینی وخت تیر شوی وی .
دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام وئیلی دی ، دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په مشرۍ د عربانو تش په نامه ائیتلاف دیمن په لویدیځی سواحلو کې له سختې ماتې سره مخ شوی او په دغو سواحلو کې ئې پوځونه په ګراؤ کې ګیر شوی دی ، هغه وئیلی دخداوندمتعال په مهربانۍ اومرستې سره او د یمن دمظلوم ملت په مقاومت سره ، تیریګروپه لویدیځی سواحلو پخپلو تیریو کې بې شرمه ا و درنده ماته خوړلې او دهغوی راتلونکی ماتې به هم د پاک پروردګار په مرستې او غوښتنې سره له دی لاسختی اودرندی وی .
د سورئې د پوځ پوځی سرچینو وئیلی دی ، د سورئې اوعراق په پوله یزو سیمو کې د سورئې په التنف کې د نیواکګرو امریکائی پوځیانوله مرکز سره نزدې د دغه هیواد دپوځ پر مورچلو دامریکائی ائیتلاف دجنګی الوتکو پرونۍ حملې یوشمیر کسان مړه اوټپیان کړی دی . راپورښئ په دغې سیمې کې او دغه راز دحمص ولایت په ختیځی سیمو کې دسورئې له پوځ سره ا مریکائی پوځ نښتی چې وئیل کیږی ، یو شمیر مرګ ژوبلې وراوښتی دی .
دملګروملتو د کډوالو دچارو لوړې کمیشنرۍ په مدیترانې سمندر کې د ژغورل شوو کډه په سر شوو له قوله وئیلی دی، په تیرو څو ورځو کې کابو دوه سوه شل هغه کډه په سر شوی کسان چې غوښتل ئې اروپائی هیوادونو ته ځانونه ورسوی ، په مدیترانې سمندر او دلیبیا له سواحلو سره په سمندر کې ډوب شوی او تر دې دمه ئې دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته .
ورځپاڼه بیا زیاتوی ، دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری د څلویښتم خوځنده یرغلیز غونډ ددفاعی او پوځی توان دتجهیزاتو اووسلو دلیدو په وخت د دغه غونډ د قوماندانانو او کارکونکو په ټول کې ټینګار کړی ، نن سبا دایران د پوځ د مځکنی ځواک دپوځی اودفاعی چمتووالی بهیر په ډیر خوښه سویه دی او د دغه ځواک پرسنل په ټول توان او وجود سره په ماموریتونو کې شتون پیدا کوی او دغه بشپړ ا نګیزه ای او ولایت مدارانه شتون ، او پوځی توانمنیو د دښمن په زړونو کې ویره اووحشت خور کړی او دښمنان ئې په بیلابیلو ډګرونو کې ناکام کړی دی .
دفلسطین د غزې تړانګې اوسیدونکو د بیرته ستنیدا دحق د پرتمین لاریون په دوام کې پرون : له زخمیانو سره د وفا: په نامې سره په لمانځونکی جمعې ورځې خپله ولوله او پرتم نندارې ته وړاندې کړ او په کلک هوډ سره یو ځل بیا درستې نړۍ ته ښودلې چې دخپلو حقه حقوقو او خپل ټاټوبی د ترلاسه کولو پورې به غلی کښې نه نی. پرون هم د وحشی او تیریګرو صهونیسټانو په لاس په دغه ولولناک او له انګیزې ډک لاریون کې بیا څه دپاسه دوه سوه فلسطینان ټپیان شوی دی .
د روسیې د ۲۰۱۸کال د فټ بال نړیوالو لوبو په دوام کې بیګا د برازیل دفټ بال ملی ټیم په ډیرې سختې سره له کاسټاریکا ملی فټ بال ټیمه په دوو ګولونو سره لوبه وګټله او بلې مرحلې ته تر یوه حده هیله من شو . داپه داسې حال کې دی چې دایران فټ بال ملی لوبډله هم بل سبا د دغو نړیوالو لوبو په دوام کې دپرتګال دفټ بال ملی لوبډلې سره سیالی کوی .
دایران دوالی بال ملی لوبډلې هم بیګا تهران په آزادۍ سټیډیم کې د کوریا د والی بال ملی ټیم څخه د نړیوالو لوملتونو د لوبو په دوام کې دیو په مقابل کې په درو ګیمونو سره لوبه وګټله .
= دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، داسلامی ایران د ولسمشر د علمی اوټیکنالوجیکی چارو مرستیال ښاغلی سورنا ستاری په بروکسل کې د ایران اواروپا د ټیکنالوجیکی او اقتصادی چارو په باب د نړیوالوملګرتیاؤ په دوهم سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ایران د سائنس اوعلم په تولید کې په لویدیځی آسیا کې لومړی مقام لری په دې توګه چې دمونږ د محصیلینوشمیر ، له دوو میلیون څلور لکه محصیلینو څخه څلورمیلیون او اته لکه محصیلینو ته زیات شوی دی .
نیویورکر خپرونې دمصر په سینا صحرا کې له اسرائیلو سره د متحده عربی اماراتو دپوځی ملګرتیا له دوامه پرده پورته کړې او لیکلی ئې دی ، د ابوظبئ ولی عهد محمد بن زاید د اماراتو پوځیان دمصر په صحرای سینا کې د ټرینینګ او د اسرائیلو داستخباراتی ادارو په غږملتیا او هغوی دجنګی الوتکو په مرستې سره دمصر له ځواک څخه ملاتړ لپاره دیره کړی دی او له هغو زده کړې کوی .
دصهونیسټ رژیم چارواکو اعتراف کړی ، د غزې تړانګې د شاوخوا ښارګوټو د کروندو او ځنګلونو د سوزیدا له امله تاوانونه ، چې د غزې د مبارزانو د اوورلګونکو بالونونو له امله له خاورې ایرې شوی ، څه دپاسه درې میلیون ډالرو زیات شوی دی .
دیمن دانصار ا...ولسی غورځنګ مبارزانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د یمن په لویدیځی سواحلو اوالحدیده ښار په شاوخوا کې چې د تیریګرو په زرګونو پوځیان ئې سره دتجهیزاتو کلابند کړی دی ، داسې ښکاری دغو تیریګرو پوځیانو ډله ایزې خودکشۍ ته مخه کړې ده او په راتلونکو شپو ورځو کې به له هغوی زیاتره یا تسلیم شی اویابه هم جهنم ته ورسیږی، ځکه دتښتې لارې ئې هم بندې شوی دی .
دامریکا دبهرنیو اړیکو دشورا مشر دشمالی کرویا د رهبر ا و دامریکا دولسمشر دخبرواترو په باب په یوه تحلیل کې وئیلی دی ، د دغو خبرواترو نهائی میراث ، ممکنه ده د دواړو خواؤ ترمینځ جنګ شی . داپه داسې حال کې دی ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپلو ژمنتیاؤ باندې دسترګو پټولو په دوام کې یو ځل بیا د شمالی کوریا مشرانو ته دوکه ورکړې او پرون ئې په داسې حال کې د شمالی کوریا بندیزونه تر یوه بل کال پورې تمدید کړی ، چې دشمالی کوریا له رهبر کیم چونګ اون سره له خبروارو وروسته ئې وئیلی وو ،نوره شمالی کوریا جدی ګواښ اوخطره نه حسابیږی .
دبحرین آل خلیفه رژیم د قطر لپاره په جاسوسۍ مشتمل د بحرین د ملی اسلامی غورځنګ دعمومی منشی شیخ علی سلمان پّ ضد دخپلو چټی تورونو په اثباتولو کې په ناکامۍ سره دهغه د بری کولو حکم ورکړی او یو ځل بیا د ولسی مبارزو په وړاندې شرمنده شوی دی .
دغې ورځپاڼې همداراز په یوې مقالې کې لیکلی دی ، د تیونس د ائمه جماعت اتحادیې عمومی منشی فاضل عاشو په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې په نورو اسلامی هیوادونو د تیری لپاره مصرفوی، دخپل هیواد له مفتی وغوښتل روان کال د حج مراسمو ته دې خلک نه لیږی .
په دِغې مقالې کې ویل شوی دی ،هغه ویلی دی ، په سعودی عربستان کښې د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې د یمن او دسورئې په شان په هیوادونو د پوځی تیریو لپاره مصرفیږی او په همدې دلیل ښه خبره دا ده چې د تیونس خلک روان کال حج ته لاړ نشی .
فاضل عاشور زیاته کړې سعودی عربستان دحج له مناسکو په ترلاسه شوی عاید سره د اسلامی هیوادونو د ورانولو لپاره له استعمارګرو هیوادونو وسلې اخلی چې دغه چاره د اسلام دین له تعلیماتو سره په تضاد کښې ده .
سعودی عربستان چې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی ،له تیرو دروکلونو راهسې د یمن دبې دفاع او مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته ئې دوام ورکړی او په زرګونو بې ګناه خلک ئې وژلی او په میلیونونو نور ئې کډوال کړی هم دی .
= دا هم جوان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د سورئې ولسمشر بشار اسد په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، له امریکا سره دخبرواترو کول یوازې د وخت صائع کول دی د دغه هیواد ولسمشر ان تل د دباؤ دډلو ټپلو دبرمتګرو په منګولو کې ګیر دی .
ترکیه په داسې حال کې د سبا یعنی د جون په څلورویشتمه نیټه د دغه هیواد د ولسمشرۍ او پارلیمانی انتخاباتو لپاره تیاریږی ، چې له دغه هیواد په بهر کې رائ اخستنې له اوه م تر نولسم جون پورې په نیټې کې ترسره شوی څو د ترکیه وال دخپل ولسمشر او د پارلیمان د څوکیو لپاره خپل نمایندګان وټاکی . راپور ښئ دغه رای اخستنې د نړۍ په یو شپیته هیوادونو کې دتریکې د څه دپاسه یو سل دوه ویشت نمایندګیو کې ترسره شوی دی .
د اروپائی او آسیائی چارو کې د امریکا د خارجه وزیر سلاکار آرون وس میچل په بروکسل کې د اروپاکارنګی اکاډمۍ په کوربتوب سره په یوې غونډې کې وئیلی دی ، له ایران سره دمقابلې ضرورت داسې عامل دی چې ا مریکا او اروپا پکې سره یو نظر لری ، ځکه ایران د لویدیځ هم یو آئیډیالوجیک سیال دی
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو او حکومتی ځواک ترمینځ په شخړو کې یو شمیر کسان مړه اوټپیان شوی دی .
دپاکستان په بیلابیلو ښارونو کې یو ځل بیا پارلیمانی انتخاباتو لپاره سیاسی دنګل پیل شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د دغه هیواد په ځینو سترو ښارونو کې سیاسی سیالان سره لاس اوګریوان نه شی .
دسورئې پوځ دحمص په لویدیځی سیمو کې له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نور کلی هم آزاد کړی او هغوی ته ئې درندې مرګ ژوبلې اړولی دی .
= اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو. (البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د ډیورند کرښې په اړه د پرېکړې په تړاو اسلام اباد ته د افغانستان د ملی امنیت شورا د پلاوی د سفر د راپورونو او دغه شان د افغانستان د سولې او اوربند د پروسې په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړی دی.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلی، داسې راپورونه خپاره شوی چې ګوندی د ملی وحدت حکومت د افغانستان د خاورې یوه برخه په یوې سری او د پردې تر شا معامله کې پاکستانیانو ته ورکړې او د ډیورند کرښه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په توګه منلې ده.
په سرمقاله کې راغلی، دا بحث پاکستان ته د افغان امنیتی پلاوی په وروستی سفر کې مطرح شوی او ویل شوی چې دا خبرې له ډېرې پخوا ان له هغه مهاله چې په کرښه د اغزن سیم د غځولو کار پیل شو روانې وې.
ویل شوی چې پاکستانیو چارواکو ویلی، د دې معاملې په بدل کې به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
د سرمقالې لیکونکی لیکلی، امنیت شورا دا خبره رد کړې او اوازې یې ګڼلې، خو په باور یې پاکستان هڅه کوی چې د افغان اوسمهاله حکومت له کمزوریو په استفادې سره د دغه هېواد د خاورې یوه برخه په غیر قانونی ډول ځانته کړی.
په سرمقاله کې راغلی، که د دواړو هېوادونو حکومتونو دا کار کړی وی که نه خو پوه دې شی چې افغان ملت ته په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام د منلو نه دی.
= ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی، په دې تړوا د امنیت شورا وضاحت هغو شکونو او عملی اقداماتو ته ځواب نه شی کېدای چې د ډیورند او قبایلی سیمو په تړاو په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کړی دی. سرمقاله لیکونکی لیکلی، د عمل په پلان کې هم چې کومې خبرې شوی او پاکستانیۍ رسنۍ یې تر هر چا وړاندې خپروی، داسې مادې شته چې د فرضی کرښې پر ځای د رسمی سرحد مانا لری.
= هیواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې په اړه لیکلی دی.
ورځپاڼه لیکی، په افغانستان کې اوس د جګړې هیڅ پلمه نه ده پاتې، د سرمقاله لیکونکی په باور کله چې درې زره دینی عالمانو روانه جګړه او ترهګر بریدونه ناروا وګڼل، نو افغان حکومت هم د روژې له ۲۷ مې اوربند اعلان کړ.په سرمقاله کې راغلی، نو که اوس هم طالبان د اوربند د دوام او جګړې ته د پای ته رسولو پرېکړه نه کوی،په اړه به یې دینی عالمان بله فتوا ورکړی، خو ورځپانې ټینګار کړی چې اوس ښه وخت دی نو باید له دغه مهم فرصت نه ګټه واخیستل شی.
= ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې روسیې او د مینځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړی دی.
په مطلب کې راغلی چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې په یوه ناسته کې چې د تېرې چهارشنبې په شوې او د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر هم په کې حاضر و، روسیې، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیستان ،د افغانستان د سولې د پروسې او د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان ملاتړ کړی دی .
(ژباړن : سیماب)