امریکا د داعش دوه قوماندانان منتقل کړی
-
تحریر الشام ترهګرې ډلې دسوریې دحکومت له مخالفو ډلو غوښتي دي د پوځ دعملیاتو په مقابل کښې دګډو عملیاتو کوټه جوړه کړي .
دسوریې سانا خبری اژانس راپور ورکړ دامریکا په مشرۍ دداعش پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف هیلی کوپټرو دداعش ترهګرې ډلې دوه (۲)قوماندانان له «تویمین» سیمې څخه په حسکه ولایت کښې الشدادی ښار کښې دامریکا اډې ته منتقل کړل .
دسوریې ځایی سرچینو وویل د داعش ډلې دغه دوه(۲) قوماندانان د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو چې دامریکا ملاتړ ورسره دی په غږملتیا او ملګرتیا سره یوې اډې ته انتقال کړی شوی دی .
دغه راز د سوریې «کرد» رسنیو هم وویل په رقه ښار کښې دسوریې ډیموکراټیک ائتلاف ته د اړونده د رقه د انقلابیانو له لیوا سره د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمینځ په جنګ کښې څلور(۴) کسان وژل شوی او اوه(۷) نور ژوبل شوی هم دی .
دسوریې یوې (۱)پوځی سرچینې هم دې ته په اشارې سره چې پوځ هماغه راز د جبهه النصره ترهګرې ډلې له غړیو سره بشپړه مقابلې او د ښاریزو ملاتړ ته ژمن دی وویل په داسې حال کښې چې وسله والې ډلې دخپلو وسلو سپارلو ته ګروهنه لری دتحریرالشام (جبهه النصره ) ترهګره ډله د ویرې او رعب په رامینځته کولو سره ددغه کار خنډ کیږی .
تحریر الشام ترهګرې ډلې دسوریې دحکومت له مخالفو ډلو غوښتی دی د پوځ دعملیاتو په مقابل کښې دګډو عملیاتو کوټه جوړه کړی .