زرګونو امریکایانو د ټرمپ د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78011-زرګونو_امریکایانو_د_ټرمپ_د_سیاستونو_خلاف_مظاهرې_وکړې
د امریکې زرګونو خلکو د خپل ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیاستونو سره د مخالفت اعلانولو لپاره په واشنګټن او نیویارک ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2018 12:33 Asia/Kabul
  • زرګونو امریکایانو د ټرمپ د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې

د امریکې زرګونو خلکو د خپل ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیاستونو سره د مخالفت اعلانولو لپاره په واشنګټن او نیویارک ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

العالم خبري چینل خبر ورکړ چې مظاهره چیانو د امریکې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې د دوسیې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو د خرابولو په موخه د ټرمپ حکومت له اقداماتو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

مظاهره چیانو همداشان په زور د امریکې د لوې څارنوال جیف سشنز Jeff Sessions په څنګته کولو او د دغه پوسټ د سرپرست په توګه د میتهیو ویټاکر Matthew Whitaker په غوره کولو چې پر دغو تحقیقاتو مشهور نیوکه کونکی دی، اعتراض وکړ.

اعتراض کونکو په دوام کښې له ولسمشرۍ د ټرمپ د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې د ټرمپ د سیاستونو او په یادو تحقیقاتو کښې د هغه د لاسوهنو خلاف به د امریکې په مختلفو ښارونو کښې لازیاتې مظاهرې وکړي.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې له روسیې سره د ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي ټیم د تړاؤ په هکله تحقیقات د امریکې د سیاسي چارواکو ترمینځ همهغه شان یوه مهمه لانجه ده.