دیمن دسولې خبرې به په دسمبر میاشت کښې وشی
-
دیمن دکړکیچ دهواري لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخ شوي دي .
زمونږخبریال وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس پرون وویل دیمن دسولې دخبرو نوی پړاو به د روان میلادی کال د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه د سویډن په پلازمینې اسټاک هوم کښې ترسره شی .
هغه ادعا وکړه سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دیمن په لویدیځ کښې په« الحدیده» بندر خپلې حملې بندې کړی دی .
د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د سعودی عربستان جنګی الوتکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو په الحدیده بندر بمبارې کړی دی .
الحدیده بندر یمن ته د بشر دوستانه مرستو د استولو ترټولو اصلی لاره ده .
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیټس هم مخکې په سویډن کښې د یمن د سولې د خبرو اترو د ترسره کیدا خبر ورکړی وو .
دیمن دکړکیچ دهواری لپاره سیاسی خبرې اترې تراوسه د سعودی عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتی سره مخ شوی دی .