دیمن دسولې خبرې به په دسمبر میاشت کښې وشی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78334-دیمن_دسولې_خبرې_به_په_دسمبر_میاشت_کښې_وشی
زمونږخبریال وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس پرون وویل دیمن دسولې دخبرو نوی پړاو به د روان میلادی کال د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه د سویډن په پلازمینې اسټاک هوم کښې ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • دیمن دکړکیچ دهواري لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخ شوي دي .
    دیمن دکړکیچ دهواري لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخ شوي دي .

زمونږخبریال وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس پرون وویل دیمن دسولې دخبرو نوی پړاو به د روان میلادی کال د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه د سویډن په پلازمینې اسټاک هوم کښې ترسره شی .

هغه ادعا وکړه سعودی عربستان او متحده عربی  اماراتو دیمن  په لویدیځ کښې په« الحدیده» بندر خپلې حملې بندې کړی دی .

د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د سعودی عربستان جنګی الوتکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو په الحدیده بندر بمبارې کړی دی .

الحدیده بندر یمن ته د بشر دوستانه مرستو د استولو ترټولو اصلی لاره ده .

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیټس هم مخکې په سویډن کښې د یمن د سولې د خبرو اترو د ترسره کیدا خبر ورکړی وو .

دیمن دکړکیچ دهواری لپاره سیاسی خبرې اترې تراوسه د سعودی عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتی سره مخ شوی دی .