امریکا د امنیت شورا له پریکړه لیک سره مخالفت کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80186-امریکا_د_امنیت_شورا_له_پریکړه_لیک_سره_مخالفت_کړی
زمونږخبریال وایی امریکا د ملګروملتونو د څارونکو د ایستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم داقدام پرضد د امنیت شورا د بیانیې مسوده ودروله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2019 09:20 Asia/Kabul
  • امریکا تل د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی دی .
    امریکا تل د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی دی .

زمونږخبریال وایی امریکا د ملګروملتونو د څارونکو د ایستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم داقدام پرضد د امنیت شورا د بیانیې مسوده ودروله .

ټاکل شوی وه د ملګروملتونو امنیت شورا په دغه بیانیې کښې له الخلیل ښار څخه د دغه موسسې د څارونکو د ایستلو په اړه د صهیونیسټ رژیم په یواړخیزه اقدام نیوکه وکړی .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې دوشنبې ورځ ویلی وو چې په« الخلیل» ښار کښې به د ملګروملتونو د موقته پلاوی د څارونکو حکم تمدید نکړی .

د ملګروملتونو دغه پلاوی په نولس سوه څلورنویم(۱۹۹۴) میلادی کال کښې د «باروچ ګلډشټاین» په نوم د امریکا توکمه یهودی په لاس په «مسجد ابراهیمی »کښې دفلسطین د دیرشو(۳۰) لمونځ ګزارو له وژل کیدا وروسته دیره دی .