د نوی کال د دعا تعلیماتو ته یوه کتنه
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ
ای د زړونو اود زړه سترګو بدلونکیه ، ای د ورځې او شپې برابرونکیه ، ای د کلونو ، زړونو او احوالونو چلونکیه ، زمونږ حالت په بهترین حالت بدل کړه ،
+++++
نوروز د سپرلی له معتدلو بادونو سره یو ځای راځی او عشق او راټوکیدا ډالۍ کوی . د سپرلی په راتلو سره زړونه خوشحال او له معرفته ډکیږی . د طبیعت په مسکا سره په شونډو خنداګانی راځی او د طبیعت په بدلون سره انسان هم بدلیږی . هغه بدلون چی ژمی ، وجود په ښکلی او پربار سپرلی بدل کړی او له بهر دنیا سره یو ځای ، داخلی دنیا هم بدلوی ،د دغه بدلون په لاره کی د خدای له یاد او نوم مرسته اخلو او په خدای په توکل او مذبوتو ګامونو سره خپل زړه له هرې بدۍ پاکووو تر څو د خداوند متعال د رحمت د ورښت لپاره چمتو شو .
«««««
دنیا دبدلون او تبدیل ځای دې . د طبیعت بدلون ، یو بدلون دې ، د کال او ژمی په تیریداد خدای تعالی د قدرت یوه محسوسیدونکی نښه پر مځکه رامینځته کیږی . مړه مځکه د نوی ژوند ځیرې ورکوی او انسان ته د بدلون او خوځښت ضرورت وریادوی . دغه بدلون د هڅې او معنویت له لارې ترلاسه کیږی ، د بدلون ا و ښیرازه کیدا ارزو ده ، له همدې امله د کال د بدلیدا په وخت مونږه هم له طبیعت سره یو ځای لاسونه دعا لپاره پورته کوو ، او له پاکه خدایه غواړو چی په مونږ کې د بدلون تر ټولو عالی او ښه شکل رامینځته کړی ، هغه بدلون چی زمونږ باطنی بدلون له ظاهری بدلون سره یو ځای د غوړیدا په لاره کی راولی .
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ .
ای د زړونو او د زړه سترګو بدلونکیه ، ای د ورځې او شپې برابرونکیه ، ای د کلونو ، زړونو او احوالونو چلونکیه ، زمونږ حالت په بهترین حالت بدل کړه ،
««««««
دعا د اسلام د سپیڅلی دین له نظره یوه پریکنده دینی چاره بلل کیږی . په اسلامی تعلیماتو کې مسلمانانو ته حکم شوی چی خپل حاجتونه د خدای په درګاه کې وړاندی کړی او له متعال خدایه یې وغواړی چی حاجتونه یې پوره کړی .
جالبه دا چی په اسلام کې نه یوازې دعا یوه پریکنده او مسلمه چاره ده بلکې د تیرو انبیاو په دینونو کې هم دعا یوه حتمی چاره وه او الهی پیشویانو دغه خبره خلکو لپاره بیان او وزرده کړی ده . پر دې سربیره په خپله یې هم په ډیرو موقعو د خدای تعالی په درګاه کې دعا ګانی کړی دی اوخدای تعالی په هغو کې ځینې په قران کریم کې بیان کړی دی . لکه څرنګه چی حضرت ابراهیم ع کله چی بی بی هاجره او اسماعیل ع د مکې بی اوبو او بې بوټیو مځکې ته راوستل اوهلته یې دیره کړل ، نو عرض یې وکړ چی ای پالونکیه ، ما خپل اولاد او اهل بیت په دغه بی اوبو او وچ کلک ټاټوبی کې د تا د سپیڅلی کور په څنګ کې دیره کړی دی ، د دې لپاره چی لمونځ وکړی او د تا دین وساتی .
بیا دعا کوی او فرمایی ، ای پالونیکه خپل فضل وکړه او د خلکو زړونه هغوی ته ګرهمن کړه (سوره ابراهیم ایه ۳۷ )
حضرت موسی ع هم د خدای تعالی له لوری مامور شو چی فرعون ته ورشی ، او هغه د حق دین ته وبولی ، نو د خدای تعالی په لطف دغه ستره چاره قبلوی او بیا لاس دعا ته اوچتوی او فرمایی ، بار الها تا ما ته په دغه ستر کار کې ستره سینه عنایت کړه ، په لاره کې زمونږ مشکلات اسانه کړی او زما ژبه ګویا کړی چی هغو زما په خبره پوهه شی او د تا دین ته پام وکړی .۰سوره طه ۲۴ او ۲۸ ایتونه )
په نورو ډیرو ایتونو کې هم د دعا اهمیت او ضرورت ته اشاره شوی ده چی دا ښئ دعا د انسان په زړه کې د هیلې ، تقوا او معرفت نور ژوندی کوی .
++++++
د نوی کال په دعا کې خداوند متعال په مقلب القلوب و الابصار نوم یادوو ، ځکه چی په اسلامی تعلیماتو کې زړه د انسان د درستو کارونو او اعمالو سرچینه ده . د بدن درست غړی له زړه فرمان اخلی او عمل کوی . زړه ته په دې وجه زړه وایی چی د بدلون او تلوین ځای دې . په زړه کې د بدلون لپاره له خداوند متعال غوښتنه او درخواست د دې ښودنه کوی چی انسان د حق تعالی د یاد د هیرولو او له خدای پرته له نور څیزونو سره مینه د زړه سترګو بدلون اوځلا ته اړتیا لری . د انسان په زړه او بصیرت کې دغه بدلون د خدای په لاس کې دې ، او یوازې د خدای فضل او عنایت دی چی له زړونو ګردې لیرې کولې او د زړه سترګو ته د معرفت رڼا وربخښلې شی . کله ممکنه ده په زړه د ګناه او غفلت دوړې او ګردی کښینی او که دا ګردې ونه څنډول شی ، نو د زړه په ناروغۍ بدلیږی او که درملنه یې ونشی نو د زیاتو ناروغیو او په نهایت کې د هغه د له مینځه سبب کیږی . د زړه په له مینځه تلو سره بصیرت چی هماغه د زړه سترګې دی هم له مینځه ځی او د انسان باطن ړندیږی او نور له باطلو د حق د تشخیص قدرت له لاسه ورکوی . نو ځکه د دعا په دغه برخه کې خدای تعالی په مقلب القلوب الابصار ، یادوو تر څو زړه د کمال په لور بدل کړی او د زړه سترګې په خپل لور ورواړوی او دا د خدای رحمان فضل او عنایت دې چی داسې عظیم انقلاب رامینځته کولې او د غفلت پردې څنګته کولې او د د زړه سترګې د معرفت په نور رڼا کولې شی .
«««««««
د ورځې او شپې په تلو راتلو کې عجیبه نظم موجږد دې چی هغه ته پام کول د خدای پیژندنې سبب کیږی . د کراتو ، اسمانی اجرامو او د درست کاینات نظام دومره منظم دې چی د دقیق حساب قابل دې او د کال د بدلون دقیقې او ثانیې هم حساب کیدلې شی . د اسمان شمالی نیمې کری ته له جنوبی کرې د لمر سترګې د ورداخلیدا شیبه ، د سپرلی له لومړنۍ ورځې سره برابره ده او ورته نوروز ویل کیږی . نو ځکه د دعا په بله برخه کې خدای تعالی د مدبر الیل و نهار په صفاتونو سره یادوو ، یعنی ای خدایا چی د هر څیز تدیبر کوی او د تا په تدبیر شپه ورځ چلیږی ، شپه ورځ کوی او ورځ شپه کوی ، ای خدایا پر مونو هم لطف وکړی او مونږه داسې هدایت کړی چی د ارتقا او کمال په لور حرکت وکړو . په حقیقت کی په دغه بند کې له خدای تعالی غواړو چی مونږه په خپل ربوبیت سره د نیکمرغی ، کمال او خوشبختی په لور هدایت کړی .
++++++
نوروز په تیر اوموجوده وخت او راتلوتکی په اړه د بیا فکر کولو یو فرصت دې ، ترڅو په خپل ، ذهن ، زړه او کړچار کې په بدلون رامینځته کولو سره د خپل برخلیک په ټاکلو کې فعال رول بیدا کړو او له دردونو ، ماتو او خپلو تیرو ناکامیو لیرې . نوې کال په نویو او رغنده پروګرامونو سره پیل کړو . نو ځکه په اخری بند کې له خدای تعالی غواړو چی زمونږ حالت په بهترین حالت یعنی احسن الحال بدل کړی .
احسن الحال یعنی د ایمان لوړې درجې ته رسیدا او کامل ایمان ته رسیدا لپاره باید د انسان فکر ، ذکر او کړچار د خدای تعالی له رضا سره سمون وخوری ، او د هغه د رضا لپاره باید په هغو ټولو څیزونو چی نبی مکرم ص د خدای تعالی له لوری خلکو ته وړاندی کړل ، قلبی عقیده ولرلې او په هغو عمل وکړی . البته د الهی ایتونو او نښو نښانو لیدل او د پنځون په نظام کی ځیرتیا مونږه د حکیم خدای په وجود ، مومن کوی خو دغه ایمان احسن احوال ته د رسیدا لپاره کافی ندې بلکې باید ایمان د زړه یقین او ډاډ مرحلې ته ورسی . هماغه ډول چی حضرت ابراهیم ع په خدای د ایمان په اوج کی عرض وکړ چی ای پالونکیه ، ما ته وښیه چی څرنګه ، مړه ، ژوندی کوی ، خطاب وشو ایا زما له لوری د مړیو په ژوندی کولو ایمان نلری ؟ ابراهیم ع عرض وکړ ، هو ایمان لرم خو غواړم چی اطمینان او ډاډ پیدا کړم .
+++++
په حقیقت کی په احسن الحال د حال بدلیدا هماغه په ښه حال د انسان د بد حال بدلیدا ده او دغه بدلون هغه وخت تحقق پیدا کوی چی لومړې د واجباتو ترسره کول د نوی کال د پروګرام اصلی برخه وګرځوو او د ښو کارونو هڅه وکړو . دوهم دا چی په خدای تعالی په لور په توبه او ستیندا سره د ګناه له پلیدیو ځان خلاص کړو ، ځکه چی د انسان تر ټولو بدتره حال هغه وخت دې چی د ګناه په جبۍ کې ګیریږی . هغه وخت له زړه د پلیدو صفاتو د لیری کولو اوڅنډولو لپاره له خدای پاک غواړو چی زمونږ بد حالت په ښه حالت بدل کړی . په همدې دلیل ده چی د صله رحم ، انفاق ، د ناروغانو عیادت ، د اهل قبور زیارت ، روژه او داسې نورو اعمال چی هر یو یې بهترین عمل دې ، د نوروز لپاره ټاکلی تر څو د هغو په ترسره کولو سره انسان ځان ښه حال ته د رسیدا په لاره کې راولی . هماغه ډ ول چی له ثقلین سره تمسک یعنی قران کریم او اهل بیتو اطهارو ع په صراط مستقیم کې ګام پورته کول دی تر څو له ګمراهی او تورتم وژغورل او د دواړو جهانونو نیکمرغی او خوشبختی ځان لپاره تضمین کړی