امریکا داسرائیلو په خاطر دایران پرضد اقدام کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81450-امریکا_داسرائیلو_په_خاطر_دایران_پرضد_اقدام_کړی
یروشلم پوسټ صهیونیسټی ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو اعتراف وکړ د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د واشنګټن اقدام داسرائیلو په خاطر دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2019 08:26 Asia/Kabul
  • دایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت لوړې شورا په سیمه کښې دامریکا پوځي ځواکونه یعني سینټکام ترهګره ډلې معرفي کړي ده .
    دایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت لوړې شورا په سیمه کښې دامریکا پوځي ځواکونه یعني سینټکام ترهګره ډلې معرفي کړي ده .

یروشلم پوسټ صهیونیسټی ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو اعتراف وکړ د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د واشنګټن اقدام داسرائیلو په خاطر دی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د مشرانو جرګې سینا د بهرنیواړیکو دکمیټۍ په غونډې کښې وویل د واشنګټن حکومت د صهیونیسټ رژیم د ګټو په خاطر دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی دی .

له دې مخکې دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلی وو  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زما په غوښتنه د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی دی .

دامریکا ډیرو سیاستوالانو او شناندو دخپل هیواد لپاره د ولسمشر ټرمپ ددغه اقدام د پایلو په هکله اندیښنه څرګنده کړی ده .

دامریکا دخارجه وزارت پخوانې مرستیالې میرمن وینډیی شرمن وویل دغه تاوتریخوالی رامینځته کونکی کړچار په پریکنده توګه په سیمه کښې د امریکا پوځ په خطر کښې اچوی .

دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا هم دامریکا دولسمشر ټرمپ دغه اقدام ته په غبرګون کښې په سیمه کښې دامریکا پوځی ځواکونه یعنی سینټکام ترهګره ډلې معرفی کړی ده .