امریکا داسرائیلو په خاطر دایران پرضد اقدام کړی
-
دایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت لوړې شورا په سیمه کښې دامریکا پوځي ځواکونه یعني سینټکام ترهګره ډلې معرفي کړي ده .
یروشلم پوسټ صهیونیسټی ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو اعتراف وکړ د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د واشنګټن اقدام داسرائیلو په خاطر دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د مشرانو جرګې سینا د بهرنیواړیکو دکمیټۍ په غونډې کښې وویل د واشنګټن حکومت د صهیونیسټ رژیم د ګټو په خاطر دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی دی .
له دې مخکې دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلی وو دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زما په غوښتنه د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی دی .
دامریکا ډیرو سیاستوالانو او شناندو دخپل هیواد لپاره د ولسمشر ټرمپ ددغه اقدام د پایلو په هکله اندیښنه څرګنده کړی ده .
دامریکا دخارجه وزارت پخوانې مرستیالې میرمن وینډیی شرمن وویل دغه تاوتریخوالی رامینځته کونکی کړچار په پریکنده توګه په سیمه کښې د امریکا پوځ په خطر کښې اچوی .
دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا هم دامریکا دولسمشر ټرمپ دغه اقدام ته په غبرګون کښې په سیمه کښې دامریکا پوځی ځواکونه یعنی سینټکام ترهګره ډلې معرفی کړی ده .