دافغانستان ۳۵۰ ملکیان وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81724-دافغانستان_۳۵۰_ملکیان_وژل_شوی_دی
زمونږخبریال وایی په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan) په خپل درې(۳)میاشتنی راپور کښې وویل د روان میلادی کال په لومړیو دریو(۳) میاشتو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا او دناټو د پوځیانو په بریدونو کښې درې سوه پنځوس (۳۵۰) ملګی وګړی وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 25, 2019 04:18 Asia/Kabul
  • دافغانستان دبشري حقوقو کمیسیون پرون یوځل بیا په هیواد کښې  په جنګي جنایتونو د غور پر ضرورت ټینګار وکړ .
    دافغانستان دبشري حقوقو کمیسیون پرون یوځل بیا په هیواد کښې په جنګي جنایتونو د غور پر ضرورت ټینګار وکړ .

زمونږخبریال وایی په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan) په خپل درې(۳)میاشتنی راپور کښې وویل د روان میلادی کال په لومړیو دریو(۳) میاشتو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا او دناټو د پوځیانو په بریدونو کښې درې سوه پنځوس (۳۵۰) ملګی وګړی وژل شوی دی .

ددغه راپور پراساس د روان میلادی کال په لومړیو دریو(۳) میاشتو کښې د طالبانو او د داعش ترهګرې ډلې په بریدونو کښې هم دوه سوه اوویشت(۲۲۷) ملکی وګړی وژل شوی دی .

د روان میلادی کال په لومړیو دریو (۳) میاشتو کښې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د بهرنیو عسکرو ، د طالبانو او د داعش ترهګرې ډلې په بریدونو کښې څه دپاسه دولس سوه (۱۲۰۰) کسان ژوبل شوی هم دی .

په افغانستان کښې د ملګی وګړو د وژلې د زیاتیدا په هکله راپورونه په داسې حال کښې خپریږی چې څه موده مخکې نړیواله جنایی  محکمه (International Criminal Court (ICC or ICCt)) په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د عسکرو دجنګی جنایتونو په شکایتونو له غور څخه پښیمانه شوه .

خو دافغانستان دبشری حقوقو کمیسیون پرون یوځل بیا په هیواد کښې  په جنګی جنایتونو د غور پر ضرورت ټینګار وکړ .