امریکا له عربانو سره داسرائیلو اړیکې ټینګوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81761-امریکا_له_عربانو_سره_داسرائیلو_اړیکې_ټینګوی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت پخوانی قائمقام نجم الدین شیخ په یوې (۱)مقالې کښې چې نن په ډان(Dawn i) انګریزۍ ژبې ورځپاڼې کښې خپره شوه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له صهیونیسټ رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو د عادی کولو کوشش کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2019 09:49 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هراړخیزه ملاتړ د واشنګټن لومړی اصل دی .
    له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هراړخیزه ملاتړ د واشنګټن لومړی اصل دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت پخوانی قائمقام نجم الدین شیخ په یوې (۱)مقالې کښې چې نن په ډان(Dawn i) انګریزۍ ژبې ورځپاڼې کښې خپره شوه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له صهیونیسټ رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو د عادی کولو کوشش کوی.

هغه وویل له ناجایز صهیونیسټ رژیمه  هراړخیزه ملاتړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د کړچار یوه (۱) برخه ده او هغه غواړی له ایران سره په ټکر سربیره له اسرائیلو سره د عربو هیوادونو د اړیکو د  ټینګولو لاره هواری کړی .

د پاکستان دخارجه وزارت پخوانی قائمقام شیخ نجم الدین زیاته کړه له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هراړخیزه ملاتړونو هدف په مینځنی ختیځ کښې له امنیتی ائتلاف سره د دغه جعلی رژیم  (اسرائیلو ) یوځاې کول دی .

هغه جوته کړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا  دسوریې دجولان په لوړو د صهیونیسټ رژیم نیواک ته د روا والی ورکول او د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې دصهیونیسټ میشته ښارګیو د جوړولو دنوی بهیر ملاتړ ددې ښودنه کوی چې له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هراړخیزه ملاتړ د واشنګټن لومړی اصل دی .