ایران په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81963-ایران_په_غزې_باندې_د_صهیونیسټي_رژيم_حمله_وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویاند د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم هغه تازه حملې وغندلې چې د ښځواو ماشومانو په شمول د لسګونو فلسطینیانو د شهادت او زخمي کیدو سبب شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2019 01:21 Asia/Kabul
  • ایران په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم حمله وغندله

د ایران د خارجه وزارت ویاند د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم هغه تازه حملې وغندلې چې د ښځواو ماشومانو په شمول د لسګونو فلسطینیانو د شهادت او زخمي کیدو سبب شوې دي.

سید عباس موسوي د قدس د نیواکګر رژیم په وړاندې د فلسطین د مظلومو خلکو د روا مبارزو او صبرناک مقاومت د قدرونې او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې په خپله دفاع کښې د فلسطینیانو په جایز حق باندې په ټینګار سره، د فلسطین د بې دفاع خلکو خلاف د د دغه رژيم د تیریو د دوام د مخنیوي لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو او ټولنو د سمدستي اقدام غوښبنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: له صهیونیسټي رژیمه د امریکې د نامحدوده ملاتړ او د ځینو اسلامي حکومتونو د شرمناکې چپتیا په سیوري کښې، په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو لړۍ پاې نه لري.

د ویلو ده چې په تیرو دوو ورځو کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د هوايي بریدونو له امله لږترلږه اتلس تنه فلسطینیان شهیدان شوي اولسګونه نور زخمي شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې خارجه وزیر پرون په غزه کښې د قاتل صهیونیسټي رژیم د جنایتونو ملاتړ وکړ.

مایک پمپئو فاکس نیوز ته يه یوه مرکه کښې، په غزې تړانګې کښې د نیواکګرو صهیونیسټانو ګڼو حملو او جنایتونو ته له اشارې پرته وویل: اسرائيلیان پوره حق لري چې د ځان دفاع وکړي.