ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ، کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې مقالې او خبرونه.
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو له قرآن کریم سره د مینې په غونډه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا ته انعکاس ورکړی او د دوي دا خبره یې په غټو ټکیو لیکلې چې، په شیطانانو باندې د برلاسي یوازنی لاره، دریدنه ده.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل: په تیرو ۴۰ کلونو کښې د ایراني ولس ډیر پرمختګ او زیاتیدونکې عزت په قران کریم باندې د عمل کولو او مقاومت په برکت دی او نن هم په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دی.
د رهبرۍ ستر مقام پرون د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کی له قران کریم سره د مینې په محفل کی چی د امام خمینی رح په حسینیه کی د قاریانو، قرانی مدح ویونکیو او مناجات ویونکیو په ګډون سره ترسره شو، د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم په غوښتنه له استکبار، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ.
د رهبرۍ ستر مقام څو کاله مخکې په ځینو هیوادونو کی د خلکو پاڅون او د اسلامي ویښتیا حرکت ته په اشارې سره جوته کړه: دغه حرکت د هغه په قدر د نه پوهیدو او په امریکا او صیهونیسټ رژیم د باور په وجه غلی شو خو د ایران ملت د حضرت امام خمیني(رح) په برکت چې له قراني معارفو سره بلد وو، د خپل حرکت او انقلاب په قدر پوهه شول او له هماغه لومړۍ ورځې یې په استکباری قدرتونو باور ونکړ او د هغو په وړاندی ودرید.
**
د تهران چاپ جوان ورځپاڼې بیا اوربند ته د اسرائیلو د مجبوریدو په هکله یو سرټکي کښې لیکلي دي: تل ابیب د مقاومت په اوو سوو توغندیو سره تسلیم شو.
د اسراییلو رژیم حملو ته د فلسطیني مقاومت ډلو پریکنده او سخت ځواب وروسته دغه رژیم په وروستیو ۶ میاشتو کی د دوهم ځل لپاره د اوربند منلو ته مجبوره شوی دی.
د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو او توپونو له تیرې جمعې ورځې راهیسې د غزې تړانګې په بیلا بیلو سیمو توغندوي پیل کړې چی د فلسطین د حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو له پریکنده او سخت ځواب سره مخامخ شوې. دغه جنګ یوازې له څلورو ورځو وروسته د مصر په مینځګړیتوب د اوربند سبب شو اواسراییل یو ځل بیا د اوربند منلو ته مجبوره شو.
**
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې یبا لیکلي چې ایران نن د برجام (ایټمي موافقې) د ۲۶ او ۳۶ بندونو په چوکاټ کښې له دغې موافقې د امریکې وتلو ته متقابل ځواب ورکوي.
نن له برجامه د امریکې د وتنې په وړاندې د متقابلو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ایران پړاویز پروګرامونه اعلانیدونکي دي.
خبر زیاتوي چې په دې لړ کښې اټکل شوي پروګرامونه د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو په چوکاټ کښې دي او دم ګړۍ له ایټمي موافقې د ایران د وتلو موضوع مطرح نه ده.
د ایران د ځینو ژمنو جزئي او کلي کمیدل او د هغو ایټمي فعالیتونو د یوې برخې پیلیدل چې ترسره کیدل یې د ایټمي موافقې له مخې بند شوي وو، له برجامه د امریکې د وتنې او د خپلو ژمنو په اجرا کښې د اروپايي هیوادونو د لوظ ماتونو په غبرګون کښې ایران وړومبنی ګام دی.
**
کابل چاپ
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې (امارت له اوربنده ډاریږي) په عنوان په یو مطلب کې لیکلي دي پهداسې حال کې چې زیات شمېر افغانانو د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه، افغان حکومت دا غوښتنه ومنله خو طالبان په جګړې ټینګار وکړ.
په مطلب کې وړاندې د طالبانو له لوري د اوربند نه کولو دلایل په ډاګه شوي او د سیاسي چارو د یو شمېرپوهانو له قوله لیکل شوي چې طالبان ویره لري که اوربند وکړي نو خپل جنګیالي به دوباره د جګړې لیکو ته راونه ګرځولی شي.
د مطلب لیکوال د تېرکوچني اختر اوربند ته اشاره کوي او لیکي چې د طالبانو زیات شمېر جنګیالي ښارونو ته راښکته شول، له امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو چلند يې ولید نو ځکه يې په جګړه پښېماني وښوده.
په مطلب کې د سیاسي کارپوهانو له قوله همدا شان لیکل شوي چې طالبان د اوربند او ورته نورو مهمو لویو موضوعاتو په اړه په خپل سر پرېکړه نه شي کولای تر هغې چې د دغه ډلې د بهرنیو ملاتړ کوونکو په ځانګړي ډول د پاکستان خوښه نه وي.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي روانو خبرو ته اشاره کړې او په یو مطلب کې يې طالبانو ته د یو شمېر نږدې سرچینو له قوله لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ توافق نامه لاسلیک ته چمتو شوې ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي دواړه لوري ځینې توافقاتو ته نږدې شوي، خو ترې مخکې په ځینو مسئلو اختلاف رامنځته شوي دی.
د مطلب لیکوال د سرچینو په حواله لیکي:
د اختلاف عمده ټکی دا دی چې طالبان غواړي هوکړه د اسلامی امارت له ادرسه لاسلیک کړي، خو امریکايي پلاوی يې ورسره نه مني امریکايي پلاوي غواړي چې لاسلیک د طالبانو د تحریک په ادرس وشي.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د روژې په را رسېدو سره د کابل په مارکیټونو کې د بیو لوړېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د خوراکي موادو بیې دومره لوړې شوي چې بې وزله خلک يې ان د رانیولو توان نه لري.
هم په خپله سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د نورو اسلامي هېوادونو سوداګر د روژې مبارکې میاشتې ته په احترام نرخونه ټیټوي، خو افغان سوداګرو ته روژه فرصت ښکاري او د لومړنیو خوراکي موادو د نرخونو په لوړولو سره خپل جېبونه ډکوي.
په سرمقاله کې وړاندې له سوداګرو غوښتنه شوې چې د خپلو خلکو بې وزلۍ ته دې وګوري او پهدې مبارکه میاشت کې دې د خوراکي موادو نرخونه راښکته کړي.
ویسا
ویسا خپلواکه ورځپاڼه بیا پهدې برخه کې حکومت پړ بللی او لیکلي یې دي چې حکومت د بیو د لوړېدو د مخنیوي په برخه کې هیڅ نظارت نه کوي.
په مطلب کې وړاندې د یو شمېر کابل ښاریانو له قوله لیکل شوي دي چې هر کال د روژې په میاشت کې د افغانستان په مارکیټونو کې د خوراکي توکو بیې لوړیږي خو حکومت يې د مخنیوي لپاره هیڅ نه کوي.
د مطلب لیکوال د یو شمېر دیني عالمانو له قوله لیکلي دي چې روژه د برکتونو او مغفرتونو میاشت ده او د سوداګرو له لوري د بیو لوړول غیر شرعي عمل دی.
**
بهرنی ورځپاڼې
په ځینو بهرنیو ورځپاڼو کښې د افغانستان د بغلان ولایت په امنیته قومندانۍ د طالب ډلې د برید او د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمینځ د خبرواترو په هکله چاپ شوي مطالب درسره شریکوو.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بغلان ولایت پر امنیه قومانداني د طالبانو د ډلهییز برید په اړه مقاله لیکلې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه د پولیسو افسران پهداسې حال کې چې وسلې یې نه درلودې او د خپلو معاشونو د اخېستلو لپاره په کتار کې ولاړ وو د اتو وسلهوالو طالبانو د بمي حملو او ډزو هدف وګرځېدل.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې و چې پنځه بریدګر د بغلان په برید کې دخیل و.
ترهګرو ټول د پولیسو یونفورم اغوستی و او برید یې د یوه هاموې موټر په چاودنې سره پیل کړ.
دغه نښته شپږ ساعته روانه وه او د شلو افغان پولیسو او ټولو بریدګرو په وژل کېدو برید پای ته ورسېده.
ورځپاڼه زیاتوي چې په بغلان کې ځکه ګڼو پولیسو ته مرګژوبله واوښته چې دوی وسلې نه درلودې او د خپلو معاشونو د اخېستلو لپاره یې انتظار کاوه.
ورځپاڼې لیکلي چې پولیس د خپلې دندې له ساحې بهر د وسلې په ګرځولو سره بندي کیدی هم شي.
میلیټري ټایمز
میلیټري ټایمز ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ روانو په خبرو مقاله خپره کړې.
طالبانو ویلي، له خلیلزاد سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش په اړه نظریات سره نږدې شوي.
د طالبانو سیاسي استازي او د افغان سولې لپاره د امریکا د مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد له تېرې پنجشنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړي.
میلیټري ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین په حواله لیکلي چې دوی او امریکايي پلاوي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه نوي وړاندیزونه کړي.
ورځپاڼه لیکي چې د نویو وړاندیزونو جزئیات رسنیو ته نهدي رسېدلي.
د ورځپاڼې په لیکننه یوه طالب چارواکي د نوم نه اخېستلو په شرط ویلي چې طالبان په شپږو میاشتو کې د ټولو ۱۴۰۰۰ زره بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او امریکا بیا غواړي دا کار په یو نیم کال کې وکړي.
طالبانو ته له امریکا سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش سره کرښه ده.
امریکا بیا بینالافغاني خبرې، اوربند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې د تروریستانو د نه استفادې ډاډمنېدل سره تړلي بولي او وايي چې که په ټولو موافقه ونهشي په هېڅ شي موافقه نه کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*