ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82145-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د نن ورځې د ورځپاڼو ځیني مهم خبرونه او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2019 06:43 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د نن ورځې د ورځپاڼو ځیني مهم خبرونه او مقالې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن کیهان ورځپاڼه راخلو چې په خپل یو غټ سرټکي کښې یې لیکلي دي: د فجیره چاودنو د مرتجع شیخانو خوبونه حرام کړل.

کیهان زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ په رسنیو کښې یو ډیر مهم خبر خپور شو چې اول د خبر د زیات اهمیت په وجه رسنۍ د هغه د سرچینې موندلو په تکل کښې وې ځکه چې باور کول پرې سخت وو. هغه دا وه: د متحده عرب اماراتو د الفجیره په مهم تیلي بندر حمله او له اوو نه تر لسو پورې د سترو تیل وړونکو کشتیو له مینځه تلل.

د دې خبر سرچینه د لبنان المیادین ټي وي چینل و او بلې هیڅ کومې رسنۍ یې په اړه معلومات نه وو ورکړي.

په سر کښې د اماراتو د چارواکو له خوا دا خبر په کلکه دروغ وبلل شو خو شپاړس ساعته وروسته داده شول چې د مختلفو ملیتونو په څلورو تیل وړونکو کشتیو کښې اوور لګیدلی البته په فجیره بندر کښې کار له معمول سره سم روان دی.

کیهان په دوام کښې لیکلي چې د دې خبر د عجیبه، سخت او غږمله  سانسور وجه د دغو چاودنو له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پایلو ویره بلله شوې ده ځکه چې امارات ادعا کوي چې په دغه هیواد کښې د واکمن امنیت په وجه توانیدلی خپل اقتصاد ته وده ورکړي. په داشان حالاتو کښې د اماراتو په یو مهم بندر کښې چاودنه د دغه هیواد د اقتصاد لپاره ډیرې بدې پایلې لرلی شي.

د سیمې د چارو ځیني کارپوهان باوري دي چې د تیلو د بیې له زیاتیدا اندیښنه سبب شوه چی اماراتي چارواکي په الفجیره بندر کی د چاودنې خبر سانسور او د هر ډول پیښې رامینځته کیدل رد کړي .

په عین حال کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په عمان سمندر کښې د څو کشتیو لپاره رامینځته شوې پیښې اندیښمونکې او خواشینونکې وبللې او د دغو پیښو د دقیقو اړخونو د روښانه کیدو غوښتنه یې وکړه .

**         اطلاعات

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي خبر کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن فیډریکا موګریني خبره راخیستې چې وايي: اروپايي اتحادیه د برجام ملاتړ کوي.

د دې خبر ځیني مهم ټکي په دا ډول دي: موګریني وايي، ایټمي موافقه زمونږ د سیمې یوه امنیتي ستنه او د وسلو په نه خوریدو کښې یو مهم عنصر دی.

د هغې سلاکارې هم ویلي: اروپا د امریکې په شان پټ اهداف نه لري او لږترلږه ۱۲۰ ورځو ته ضرورت لري چې د ایټمي موافقې په لړ کښې په شویو ژمنو باندې د پابندۍ په هکله خپل ښه نیت ایران ته وښودلی شي.

ناتالي توچي زیاته کړه: دا موافقه ښودنه کوي چې څواړخیز پالنه، څواړخیزه ډیپلماسي او نړیوال قانون د اجرا کیدو وړ دي. د امریکې له خوا د ایران د بندیزونو د ځینو معافیتونو نه تمدیدیدل د ایران لپاره په برجام باندې پاندي ناشونې کوي.

میرمن توچي وايي: زه حالات په ایران کښې د حکومت د پرزیدو په درشل کښې نه وینم. امریکا له ایران سره د جنګ پیلولو توان نه لري.

له بلې خوا د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن ترمینځ د کړکیچ او شخړو له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه. هم داشان جرمن خارجه وزیر هایکو ماس ویلي: ټول اروپايي هیوادونه د برجام د اجرا په ضرورت باندې یوه خوله دي. او د آسټریا او هالینډ د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ایټمي موافقې په ملاتړ سره د هغې د اجرا د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.

ابرار:

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د ایران داسلامي جمهوریت د ولسمشر یو انځور راخیستی او ورسره یې د دوي له خولې لیکلي دي: پوهیږم چې خلک د ژوند تر سخت او دروند دباؤ لاندې دي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د درست ایران  د اهل سنتو له عالمانو او پوهانو سره په کتنه کی ټینګار وکړ: اسلامی جمهوریت او ایرانې ملت له دې ډیر لوی دی چی څوک یې وګواښلې شی.

ډاکټر حسن روحانی پر دې ټکي په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو کتونکي یو، وویل: په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو.

ولسمشر روحاني د انقلاب په درستو ډګرونو کی د اهل سنتو فعال شتون او مشارکت ته په اشارې سره  وویل اهل سنت په درستو ډګرونو په تیره بیا د انتخاباتو په ډګر کی په صندوقونو کی رای اچوی او خپل استازی غوره کوی .

د اسلامی ایران ولسمشر وویل: د ایران اسلامی انقلاب په یوه ځانګړی مذهب پورې اړه نلري بلکې د ایران ټولو خلکو او مذهبونو په انقلاب کی شتون او فعال ګډون درلودلی دی او دا ټول د هیواد او انقلاب خاوندان دي .

ښاغلی روحانی جوته کړه: نن سبا وینو چې شیعه او سني څرنګه د یو بل په څنګ کښې د هیواد د پراختیا او پرمختګ لپاره کار کوي.

**

کابل چاپ

د کابل د نن ورځې چاپ شویو ورځپاڼو په راتلونکې جوزا میاشت کې د افغان ولسمشرد کاري مودې د پای ته رسېدو او په افغانستان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې له جوزا وروسته د واک لېږد د کانديدانو غوښتنه او حل‌لاره په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې په‌دې اړه د ولسمشرۍ د کانديدانو د شورا د خپرې کړې اعلامیې په نقل لیکلي دي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر کارناقانونه دی او باید سرپرست حکومت جوړ شي.

په سرمقاله کې وړاندې د اعلامیې په حواله راغلي دي چې که ولسمشرمحمد اشرف غني له خپلې کاندیدۍ تېریږي، نو کولای شي د بل ولسمشر تر ټاکلو پورې سرپرست وټاکل شي، خو که ولسمشر کاندید وي نو په‌کار ده چې واک يې ختم شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې اوس پوښتنه دا ده چې د کاندیدانو دا غوښتنه څومره پرځای او عملي ده او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته باید څه وشي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرد واک موده په پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه له انتخاباتو وروسته پوره کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په‌دې اړه يې له سترې محکمې یوه پرېکړه هم اخېستې ده، خو د ولسمشري کاندیدان وايي، اساسي قانون وخت ټاکلی او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر وخت پوره دی.

په سرمقاله ک وړاندې راغلي دي، جالبه دا ده چې دواړه لوري په قانون ټینګار کوي، خو سرمقاله لیکونکي لیکي، په‌دې اړه د اساسي قانون له مادې دواړه تفسیرونه کېدای شي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د ارګ خبره هغه وخت سمه کېدای شي چې کله انتخابات د موجه دلیل له مخې ځنډېدلي وي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا انتخابات د سیاسي دلایلو او د حکومت د بې کفایتې له امله ځنډیدلي، ځکه پړه د ارګ په غاړه ده.

سرخط

خو سرخط ورځپاڼې بیا په همدې اړه لیکلي دي چې ولسمشر ګام کېږدي او واک پرېږدې؟

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونې مني چې د قانون له اساس د ولسمشر د واک موده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، خو لیکي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوې طرحې له مخې د سرپرست حکومت رامنځته کوم هم د قانون سره په ټکر کې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې کومو سیاسي ګوندونو چې دغه غوښتنه کړې ایا دغه ګوندونو یو يې هم خپل قانوني شرایط پوره کړي دي او یا هم د ټولو افغانانو ترمنځ ځای لري او د ټول ملت استازیتوب کولای شي؟

د سرمقالې لیکوال لیکي چې ځواب نه دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې د دې پرځای د سیاسي اجماع له لوري سرپرست حکومت رامنځته شي ښه دا ده چې اوسنی ولسمشر پر خپل ځای پاتې شي او د نوي ولسمشر تر ټاکلو واک ته دوام ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي د ولسمشرۍ نوماندان دې د حکومت د راپرځولو پر ځای پر خپلو راتلونکو ټاکنیزو طرحو او پلانونو کار وکړي او اوسنی حکومت دې پرېږدي چې د هېواد چارې سمبال کړي.

دنیا

او دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*