ایران ترټولو شفاف اټومی پروګرام لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82182-ایران_ترټولو_شفاف_اټومی_پروګرام_لری
تسنیم خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل ایران په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادی کال کښې د اټومی موافقې له لاسلیک کولو راهسې تراوسه د اټومی فعالیتونو په زمینه کښې ترټولو شفاف هیواد دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2019 00:10 Asia/Kabul
  •  له بده مرغه د ایران داټومي تړون په هکله د ټولو موافقو خلاف ورزۍ شوي ده .
    له بده مرغه د ایران داټومي تړون په هکله د ټولو موافقو خلاف ورزۍ شوي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل ایران په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادی کال کښې د اټومی موافقې له لاسلیک کولو راهسې تراوسه د اټومی فعالیتونو په زمینه کښې ترټولو شفاف هیواد دی .

هغه وویل ما د ایران په هکله داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له مشر سره خبرې کړی دی او هغه ماته ویلی دی ایران  دخپلو اټومی ژمنو پاې بندۍ کړی ده .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل البته داټومی موافقې په هکله باید ووایم چې ددغه تړون راتلونکی یوازې په روسیې پورې اړه نلری .

هغه له اټومی موافقې د ایران دوتلو په هکله د مطرح شویو ګونکوسو په هکله هم وویل ما په ځلونو دایران چارواکو ته ویلی دی زما له نظره ترټولو منطقی لاره دا ده چې ایران په اټومی تړون کښې پاتې شی ځکه که چیرې تهران له اټومی موافقې ووځی نو سبا به ټول هیوادونه دغه خبره هیره کړی چې امریکا د اټومی تړون له مینځه وړونکی وه او په نهایت کښې به ټول خلک ایران ګرم وبولی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل له بده مرغه د ایران داټومی تړون په هکله د ټولو موافقو خلاف ورزۍ شوی ده خو روسیه تل ددغه نړیوال تړون ملاتړی ده او ښه خبره دا ده چې ایران د اټومی تړون په چوکاټ کښې ګام پورته کړی .