شمالي کوریا د ملګرو ملتو په ناعادلانه کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82229-شمالي_کوریا_د_ملګرو_ملتو_په_ناعادلانه_کړچار_نیوکه_وکړه
شمالي کوریا د قدرتمندو هیوادونو د ملاتړ او پلویتوب په وجه د ملګرو ملتو په ناعادلانه کړنلارې باندې په نیوکې سره وویل چې دا هیواد به د ځان خلاف د ملګرو ملتو د نړیوالو بندیزونو په وړاندې ودریږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2019 03:12 Asia/Kabul
  • شمالي کوریا د ملګرو ملتو په ناعادلانه کړچار نیوکه وکړه

شمالي کوریا د قدرتمندو هیوادونو د ملاتړ او پلویتوب په وجه د ملګرو ملتو په ناعادلانه کړنلارې باندې په نیوکې سره وویل چې دا هیواد به د ځان خلاف د ملګرو ملتو د نړیوالو بندیزونو په وړاندې ودریږي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د ملګرو ملتو په شمول نړیواله ټولنه داسې پریکړه لیکونه تصویبوي چې د پياوړو او قدرتمندو هیوادونو د ګټو په لړ کښې دي.

د شمالي کوریا خارجه وزارت د هغو (قربانیانو) خلاف د بندیز لګولو په وجه د ملګرو ملتو په چارواکو باندې په نیوکې سره چې د جنایتکارانو په وړاندې ودریدلي دي، وویل: دا ډول بندیزونه د هیوادونو د حاکمیت د حق جدي خلاف ورزي ده او پيونګ یانګ به ورسره پریکنده مقابله وکړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې هم داشان ټینګار شوی چې دفاعي توانمنۍ، نړیوال انصاف او عدالت ته د رسیدو په موخه ترټولو ډاډمنې دفاعي توانمنۍ دي.