امریکا له ایران سره دخبرو ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82432-امریکا_له_ایران_سره_دخبرو_ادعا_وکړه
فرانسې خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ(Donald John Trump) په ټوکیو کښې د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابه (Shinzō Abe) سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د واشنګټن او دتهران د خبرواترو د پیلیدا لپاره دامریکا او دایران ترمینځ د جاپان د مینځګړیتوب د احتمال په هکله وویل جاپان له ایران سره ښې اړیکې لری او په دې زمینه کښې رول لوبولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 08:28 Asia/Kabul
  • د امریکا بدمعاشۍ ، د ژمنو ماتولو او خلاف ورزیوته په پام سره له دغه هیواد سره دخبرو اترو هرډول لاره بنده ده .
    د امریکا بدمعاشۍ ، د ژمنو ماتولو او خلاف ورزیوته په پام سره له دغه هیواد سره دخبرو اترو هرډول لاره بنده ده .

فرانسې خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ(Donald John Trump) په ټوکیو کښې د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابه (Shinzō Abe) سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د واشنګټن او دتهران د خبرواترو د پیلیدا لپاره دامریکا او دایران ترمینځ د جاپان د مینځګړیتوب د احتمال په هکله وویل جاپان له ایران سره ښې اړیکې لری او په دې زمینه کښې رول لوبولی شی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د اختلافاتو د هواری لپاره د ایران له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره خپل چمتو والی اعلان کړ .

ټرمپ ادعا وکړه زه په دې زمینه کښې مشکل نلرم او باوری یم ایران ګروهنه لری له امریکا سره خبرې وکړی که چیرې د تهران چارواکی ګروهنه لری خبرې وکړی نو امریکا هم خبرو ته ګروهنه لری .

له ایران سره د خبرو اترو دپیلولو په هکله دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې واشنګټن له اټومی تړون وتلو وروسته دایران پرضد بایکاټونه زیات کړی دی او په فارس خلیج سیمه کښې په شتون سره په دغه سیمه کښې د کړکیچ او دناامنۍ درامینځته کیدا سبب شوی دی  .

دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی ویلی دی د امریکا بدمعاشۍ ، د ژمنو ماتولو او خلاف ورزیوته په پام سره له دغه هیواد سره دخبرو اترو هرډول لاره بنده ده .