روسیې د ایران د وړاندیز ملاتړ اعلان کړ
-
فارس خلیج ته پینځلس سوه (۱۵۰۰) پوځیانو د استولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ فیصله په سیمه کښې دجنګ خطر زیاتوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د فارس خلیج له هیوادونو سره د نه تیری تړون د لاسلیک کیدا لپاره د تهران له پلان څخه د ماسکو ملاتړ اعلان کړ .
لاوروف په ماسکو کښې د کیوبا له خارجه وزیر برونو روډریګز سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل روسیه د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د نه تیری د تړون د لاسلیک کولو لپاره د ایران وړاندیز اونوښت سم او پرځاې بولی او دغه تړون په فارس خلیج کښې د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره لومړنی ګام دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل فارس خلیج ته پینځلس سوه (۱۵۰۰) پوځیانو د استولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ فیصله په سیمه کښې دجنګ خطر زیاتوی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په تیرې یکشنبې ورځ په بغداد کښې د عراق له خارجه وزیر سره په ګډ خبری کانفرنس کښې په دې خبرې ټینګار سره چې تهران د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د ترټولو ښو اړیکو غوښتونکی دی وویل ایران د فارس خلیج سیمې له ټولو هیوادونو سره دنه تیری د تړون د لاسلیک کولو لپاره بیلابیل وړاندیزونه مطرح کړی دی او دغه وړاندیزونه اوس هم پرمیز شته .