امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82615-امریکا_د_نړیوالو_قوانینو_خلاف_ورزۍ_کړی_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال سرګی ریابکوف داټومی تړون په هکله دامریکا په کړچار نیوکې سره وویل اوس د اټومی موافقې په هکله د سیاسی مشرانو د کتنې او دهغې په هکله د فیصلې د ترسره کولو لپاره مناسب وخت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2019 07:25 Asia/Kabul
  •  اټومي تړون اوس تر ځانګړي څارنې لاندې او ژوندی دی .
    اټومي تړون اوس تر ځانګړي څارنې لاندې او ژوندی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال سرګی ریابکوف داټومی تړون په هکله دامریکا په کړچار نیوکې سره وویل اوس د اټومی موافقې په هکله د سیاسی مشرانو د کتنې او دهغې په هکله د فیصلې د ترسره کولو لپاره مناسب وخت دی .

هغه ټینګار وکړ امریکا په خبر او قصدی ډول د اټومی تړون ، د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او دغه راز د ملګروملتونو دمنشور د پینځویشتمې (۲۵) مادې ستره خلاف ورزۍ وکړه .

د روسیې د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال سرګی ریابکوف ویل زمونږ اروپایی شریکانو چې له ایران او مونږ سره یوځاې یې اټومی تړون تصویب کړ له دغه تړون د امریکا له وتلو وروسته په تیر یوه(۱) کال کښې کمزوری کړچار لرلی او دغه کمزوری کړچار  دتهران لخوا د موافقې وړ او په خپله خوښه د ژمنود یوې برخې د ځڼډولو لپاره د ایران دحکومت د ډیر درک وړ فیصلې سریزه شو .

هغه ددې خبرې په هکله چې ایا اټومی موافقه د سوکه سوکه مرګ او ددړې وړې کیدا په لاره کښې ده او که نه  وویل اټومی تړون اوس تر ځانګړی څارنې لاندې او ژوندی دی .