د ايران په وړاندې د امريکې په سياست د ماسکو نيوکه
د روسيې مرستيال خارجه وزير د ايران په وړاندې د امريکې او د فارس خليج د هېوادونو په سياست نيوکه وکړه.
د الميادين چېنل د رپوټ له مخې سرګئ ريابکوف وويل، برجام اېټمي موافقه د امريکې د بائيکاټونو په وجه د ايران د زيانونو د پوره کولو د لارې چارې له رامنځته کېدو نه بغېر تيارۀ راتلونکے لري.
هغه زياته کړه، د ايران په وړاندې د امريکې او فارس خليج د هېوادونو سياست غېر ذمه دارانه دے.
د روسيې مرستيال خارجه وزير پرون هم د برجام اېټمي موافقې په اړه د واشنګټن په پالېسۍ باندې په نيوکې سره ويلي وو، اوس د برجام په اړه د سياسي مشرانو دکتنې او د هغه په اړه د فېصلې کولو يو مناسب وخت دے.
دغه روسي چارواکي واضحه کړه چې زمونږ هغه اروپائي انډيوالان چې د ايران او زمونږ په ملګرتيا سره يې برجام اېټمي موافقه تصويب کړه، د امريکې له څنګته کېدو نه پس په دې يو کال کښې يو کمزورے کردار ولرۀ او دا چاره د ايراني لوري د رضاکارانه د توافق وړ ځينو ژمنو او د اجرا د زوړند حالت کښې راوستلو لپاره د ايران د حکومت د زيات درک وړ فېصلې سريزه وګرځېده.