شمالی کوریا امریکا د سنګاپور د موافقې په لغوه کولو وګواښله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82741-شمالی_کوریا_امریکا_د_سنګاپور_د_موافقې_په_لغوه_کولو_وګواښله
د شمالی کوریا چارواکو وئیلی دی ، تر هغه وخته چې امریکا دپیونګ یانګ په ضد خپل غلیمانه سیاست پای ته ونه رسوی له خپلو ایټمی او توغندوی پروګرامونو به لاس په سر نشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 11, 2019 12:19 Asia/Kabul
  • شمالی کوریا امریکا د سنګاپور د موافقې په لغوه کولو وګواښله

د شمالی کوریا چارواکو وئیلی دی ، تر هغه وخته چې امریکا دپیونګ یانګ په ضد خپل غلیمانه سیاست پای ته ونه رسوی له خپلو ایټمی او توغندوی پروګرامونو به لاس په سر نشی .

 فارس  خبری آژانس راپورورکړی ، دشمالی کوریا لوړپوړو چارواکو  امریکا ته د سنګاپور د موافقې  دنه اجرا کولو  دنتیجو په باب سخته وګواښله  او دغه راز ئې  د امریکا په  غلیمانه دریځونو  په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، دشمالی کوریا په وړاندې د امریکا دغلیمانه سیاست  په  نه ختمیدو سره  به د شمالی کوریا  او امریکا د مشرانو ترمینځ دسنګاپور  دغونډې  موافقه  په یوه  سپین کاغذ بدله شی .

 شمالی کوریا د امریکا دوکه باز ، سرزوری او زیات غواړی سیاستونه  په سنګاپور کې د دواړو هیوادونو  دمشرانو دخبرواترو دناکامۍ عامل ګڼی .

د شمالی کوریا   چارواکو وئیلی دی ، تر هغه وخته چې امریکا  دپیونګ یانګ  په ضد خپل غلیمانه سیاست پای ته ونه رسوی  له خپلو ایټمی او توغندوی پروګرامونو به لاس په سر نشی .