د شیخ زکزاکي بدني حالت ډیر خراب دی
د نایجیریا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي زوي په یو پیغام کښې خبرداری ورکړ چې د پلار بدني حالت یې ډیر خراب دی او د ژوند ژغورل یې ګران شوې دي.
د شیخ ابراهیم زکزاکي زوي محمد ابراهیم زکزاکي وویل چې د نایجیریا د حکومت له خوا یې په روغتون کښې د پلار د داخلولو او درملنې لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.
د شیخ ابراهیم زکزاکي د غیرقانوني توقیف د درې نیمو کالو په تیریدو او د محکمې د حکم باوجود د هغه له نه آزادیدو سره، اوس د مسلمانانو د دغه مشر بدني حالت ډیر بد رپورټ شوی دی.
طبي ټیسټونه د هغه په وجود کښې د سرب او کادمیوم د زهرجنې مادې شتون تاییدوي او ښودنه کوي چې هغه ته په جیل کښې زهر ورکړی شوې دي.
د ویلو ده چې شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه میرمنه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۳ نیټه په زاریا ښار کښې په یوې ماتم خانې باندې د نایجیریا د پوځیانو په حمله کښې نیول شوي او تراوسه په غیرقانوني توګه په بند کښې ساتل شوې دي.