د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
داهم دتهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت له خوا د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې داجرائی مادو دکمولو ددوهم ګام پورته کولو په باب په درستې سیمې او نړۍ کې عکس العملونه دوام لری او زیاتره خپلواکه ټولنې او رسندوئی کارپیژاندی او شناندی وائی دایران د اسلامی جمهوریت له خوا د دوهم ګام پورته کول د دوی مسلم حق دی ځکه دنړیوالې ایټمی موافقې ځینی مادې ورته په بشپړ ډول اجازت ورکوی . له دې سره په یووخت د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د نړیوالې ایټمی موافقې د اجرائی مادو په کمولو کې دایران د دوهم ګام له پیلیدو څو شیبې وروسته ټینګار کړی ، دایران درست ګامونه یوازې د اروپائی ټرائیکا یعنی درو هیوادونو جرمنی ، فرانسې او انګلستان د پابندۍ له لارې دبیرته ګرځیدا وړ دی .
دجرمنی پخوانی صدراعظم ګرهارډ شروډر پر برلین د دباؤ داعمالولو لپاره د امریکا د حکومت پر کړچار سخت ټکونه وکړل او وې وئیل خپلواکه هیوادونه حق لری ، دخپل تجارتی معاملاتو مقابل لوری پخپله وټاکی او دخپل بهرنی سیاست ډول پخپله وټاکی . د امریکا ولسمشر ټرمپ د نړیوال اقتصاد دله مینځه وړلو په لټه کې دی .
د عربی نړۍ دچارو کارپوه او تکړه شناندی عبدالباری عطوان پخپلې یوې وروستۍ مقالې کې لیکلی دی ، متحده عربی امارات په یمن کې له څلور کلن بې نتیجې او ډیر لګښت لرونکی جنګه وروسته او ددغه جنګ په باب په اټکلونو کې پخپلو تیروتنو له پوهیدا وروسته د یمن دجنګ په دوسیې کې دخپل سیاست دبدلولو په حال کې دی. داپه داسې حال کې دی چې د یمن له جنوبی برخو ئې څو اونۍ مخکې هم خپل ځینی پوځی تجهیزات او ټانکونه ویستلی او خپلو پوځی مرکزونو په لور ئې وړی دی .
په نیواکی قدس کې په حزما پلټونکی پستې کې دفلسیطینیانو په مقاومتی عملیاتو پسې څلور اسرائیلی پوځیان ټپیان شوی چې وئیل کیږی ، دوه پکې مرګی حاله دی .
دیمن پوځ د خپلو نوو او ځای وسلو نندارې د وړاندې کولو په دستورو کې دقدس یو په نامې سره نوی توغندی او دغه راز د صماد یو ،صماد درې او قاصف کې دوه ډوله ډرون الوتکې هم نندارې ته وړاندې کړی دی چې ښآئې د یمن د پوځ اومبارزو کمیټیو دمبارزانو جنګی قدرت او روحیه ئې نوره هم لوړه کړې او ددفاعی جنګ په ځای به ئې د عربستان او متحده عربی اماراتو د درې زره پوځی مرکزونو اوتاسیساتو په شیشت کې په راوستو کې نوره هم پیاوړی اقدامات وکړی .
دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د امریکا وُکس خپرونې لیکلی دی ، په ایران د امریکا د ډیرزیات دباؤ سیاست په بشپړ ډول ناکام شوی دی او اوس دټرمپ له ټیم سره داسې هیڅ ټاکنه نه ده پاټې چې د ډیر زیات دباؤ د سیاست په دوام کې ئې وکاروی . داپه داسې حال کې دی چې د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د ځینو نړیوالو لورو له خوا د جامعې نړیوالې موافقې اجرائی مادو په اساس د ځینو ژمنتیاؤ دکمولو په اړه د دوهم ګام له پورته کولو وروسته راپورته کیدونکو غبرګونونو په ځواب کې وئیلی دی ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزی کونکی دې پخپلو ژمنو بشپړ عمل وکړی ، بیا دې د ایران د ګامونو پورته کولو په باب څرګندونې کوی .
دایران داسلامی جمهوریت دپارلیمان اسلامی شورا یو شمیر غړو په ډاګه کړې د انګلستان د سمندری ځواک د سپیر اقدام په مقابل کې چې د اسپانیا په سمندری حدودو کې ئې د امریکا په غوښتنې سره دایران تیلی کشتۍ درولې ده ،ورته آوزارونه لرو او باید دوی دې یاد ولری ، چې داسلامی ایران حکومت به په هر ډول شرائطو کې د خپل ملت دعزت او ګټو دفاع وکړی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د په داسې حال کې د حکومتی او مخالفو طالبانو ځواکونو ترمینځ خونړۍ نښتې اوج ته په رسیدا دی چې په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ د اوه م پړاؤ خبرواترو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او بیا هم د بین الافغانی خبرواترو ډنډورې هم وهل کیږی ، خو له بل پلوه په افغانستان کې هماغه راز د شخړو اوترینګلتیاؤ له امله د بې ګناه خلکو وینه هماغه راز په دغو شخړو کې بهول کیږی او داسې کومه ورځ نشته چې د افغانستان بې څوکه خلک دخپلو یو شمیر بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .
د سورئې په ادلب او حماه ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ او مقاومتی ځواک د تفکیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او مورچلې نیولی او په دغو علمیاتو کې ئې په لسګونو تکفیری ترهه ګر هم هلاک او دهغوی یوشمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی او پوځی تجهیزات هم تباه کړی دی .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو اخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینی نننیو ورځپاڼو تر ډېره د غزنی د تېرې ورځې خونړۍ موټر بم چاودنې او په قطر کې د روانو بینالافغانی خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دی.
مسیر ورځپاڼې :د سولې له خبرو سره پر یوه وخت په وحشتونو کې سیالی؛ یوه مقابله لیکلی ده ، په سرمقاله کې راغلی دی چې په وردګو کې خلکو د ګډو ځواکونو لهخوا د وژل شویو ملکی وګړو ویر کاوه چې په غزنی کې وسلهوالو طالبانو په یوه موټر بم حمله کې ملکی وګړو ته پراخه مرګ ژوبله واړوله.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې د غزنی په حمله کې ځکه ډېرو ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د برید په ځای کې شاوخوا د استوګنې کورونه او یو ښوونځی موجود وو.
لیکوال لیکی:له دې وړاندې په کابل کې هم د همدغسې یوې حملې له امله لسګونه ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د سرمقالې لیکوال باور لری چې د سولې د خبرو په روان پړاو کې دواړه لوری غواړی ځانونه په پوځی ډګرونو کې پیاوړی وښئی، خو دا نهګوری چې د دوی د حملو زور چا ته رسېږی.
سرمقاله لیکونکی لیکی چې د ښځو او ماشومانو په وژلو سره زور ښودل نه اسلامی کار دی او نه هم افغانی یا انسانی، بلکې د ښځو او ماشومانو وژل د کمزورو، ډارنو او وحشی خلکو کار دی چې په هېڅ ډول نهشی توجیه کېدای.
ورځپاڼه لیکی چې که د سولې خبرې د دې لپاره وی چې جګړه ختمه شی او دا خبرې بریالۍ کېږی، نو دا بیا د جګړې وروستۍ ورځې دی، خو د جګړې په پای کې څوک له دښمن سره هم دومره ظلم نهکوی لکه اوسیې چې د جګړې ښکېل اړخونه له ملکی وګړو سره کوی.
د سرمقالې لیکوال لیکی چې د جګړې ښکېل اړخونه باید پوه شی چې له سولې وروسته له همدې خلکو سره اوسېږی او له همدې خلکو به د سیاسی ملاتړ تمه لری، نو باید د وحشتونو دا سیالۍ پرېښودل شی او د خلکو د خوندیتوب لپاره عملی ګامونه واخیستل شی.
ملی ارمان ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلی دی چې په قطر کې مذاکره کوی او په افغانستان کې وینې تویوی.
وړاندې په سرمقاله کې د غزنی د تېرې ورځې موټر بم حمله یاده شوې او پکې راغلی دی چې پهدې حمله کې د یوه ښوونځی کابو ۵۰ زده کوونکی هم زیانمن شول او د ملکیانو زیات شمېر کورونه لهمینځه لاړل.
سرمقاله لیکونکی لیکی چې وسلهوال طالبان پهدغه ډول حملو کې د ولسی خلکو ژوند ته هېڅ پام نهکوی.
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې ولس له دواړو لورو قتل عام کېږی.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې د غزنی د تېرې ورځې او د کابل د یوې اوونۍ وړاندې حملې یادې شوی او پهکې راغلی دی چې که وسلهوال طالبان د ملکیانو په وژلو ملامتېږی، نو بهرنیان او حکومت هم پړۀ دی چې ولې د عام ولس د سر او مال په خوندیتوب کې ناکام دی؟
سرمقاله لیکونکی لیکی:دا چې د سولې بهیر تود روان دی،نو پهدې حالاتو کې د ګډو ځواکونو له لوری د شپې چاپې اچول او د طالبانو له لوری د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم حمله کول دواړه د پوښتنې وړ دی.
خو هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د قطر د روانو خبرو سم دستی پایله د غزنی خونړۍ حمله ده.
په سرمقاله کې وړاندې د قطر روانه غونډه بېنتیجې بلل شوې ده، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور له یوې خوا د سولې خبرې او له بلهخوا دغه ډول خونړی بریدونه هېڅ توجیه نهلری.
د سرمقالې لیکوال له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د قطر د ناستې پر ځای دې د طالبانو پر تمویلوونکو هېوادونو فشارونه زیات شی، څو یاده ډله له جګړې لاس واخلی.