له صهیونیسټي پوځ سره د امریکې جنګي مرستې جاري دي
Jul 15, 2019 07:23 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
امریکې له صهیونیسټي رژيمه د خپلو پوځي ملاتړونو په لړ کښې دغه رژيم ته دوه نورې ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورکړې.
د فلسطین سما خبري آژانس خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځ بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغه دوه ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې د اسرائیلو د سویل په نقب سیمه کښې د نِواتیم په هوايي اډه کوزې شوې.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کښې د ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو وړومبۍ جوپه له امریکې ترلاسه کړه او تراوسه یې دغه ډول ۱۱ الوتکې له امریکې ترلاسه کړې دي.
له صهیونیسټي رژيمه د امریکې پوځي او هراړخیزه ملاتړ په داسې حال کښې دی چې دغه رژیم د غزې تړانګې د اوسیدونکو په شمول د فلسطین د ولس خلاف خپلو جنایتونو ته هم هغه شان دوام ورکوي.
ټیګونه