امریکا دایران پرضد له اقداماتو لاس واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83468-امریکا_دایران_پرضد_له_اقداماتو_لاس_واخلی
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا په چارواکو غږ وکړ چې له ایران سره په چلند کښې د خطرناکو ، تنګ نظره او لمسونکو اقداماتو له دوام څخه لاس واخلی چې د سیمې حالات نور کړکیچن نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2019 09:42 Asia/Kabul
  • د ایران په ارتباط د تاوتریخوالي زیاتول د امریکا د خطرناکې کړنلارې نتیج ده .
    د ایران په ارتباط د تاوتریخوالي زیاتول د امریکا د خطرناکې کړنلارې نتیج ده .

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا په چارواکو غږ وکړ چې له ایران سره په چلند کښې د خطرناکو ، تنګ نظره او لمسونکو اقداماتو له دوام څخه لاس واخلی چې د سیمې حالات نور کړکیچن نشی .

لاوروف د جرمنی له رینیشی پوسټ(Raynishe post) ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دهیڅ هیواد د تمې په خاطر له تهران سره خپله ملګرتیا نه غوڅوی وویل د ایران په ارتباط د تاوتریخوالی زیاتول د امریکا د خطرناکې کړنلارې نتیجه ده او دغه سیاست په فارس خلیج سیمه کښې د حالاتو دجدی خرابیدا سبب شوی دی .

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ډاګینه کړه په ټولو سویو په خپلو تماسونو کښې په کلکه دامریکا له لورو غواړو له هر هغه اقدامه چې دایران په ارتباط حالات نور پسې کړکیچن کوی ډډه وکړی  چې د اټومی موافقې د پایداره اجرا حالت ته ورستانه شو .