ایران په بحرین کښې د معترضانو اعدامول وغندل
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د معترضانو د اعدامولو په لړ کښې د منامې د حکومت اقدام په کلکه وغنده او ویې ویل: د امنیتي او پولیسي سټراټیجیو سختول په بحرین کښې د کړکیچ له هواري سره هیڅ مرسته نه کوي.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، سید عباس موسوي د اجباري او تر شکنجې لاندې اعترافاتو په هکله خپرو شویو رپورټونو او د پانسي شویو ناعادلانه محاکمو او د مرګ د سزا د احکامو د اجرا د بندولو لپاره له بحرینه د نړیوالو غوښتنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د معترضانو په اعدامولو کښې د بحرین د حکومت فرقه پال اقدام وښودله چې دغه حکومت د عقلانیت د لارې د غوره کولو او له خلکو سره د پخولاینې له لارې د خودساخته کړکیچ د هوارولو د کوشش پر ځاې، لاهم د معترضانو په ځپلو کښې پر خپل غلط سیاست ټینګار لري.
موسوي هم داشان د خپلو مخالفو شخصیتونو د ختمولو لپاره د تندلارو ډلو او د القاعدې د ترهګرو عناصرو په کارولو کښې د بحرین د حکومت مخینو او مستنداتو ته په اشارې سره زیاته کړه: په مختلفو پلمو د معترضانو وژلې د هم هغې تیرې کړنلارې دوام دی خو په دې توپیر سره چې دا ځل حکومت له ترهګرو ډلو د کار اخیستو پر ځاې، په خپله د معترضانو د ختمولو د سیاست اجرا کول په غاړه اخیستې دي.
د ویلو ده چې آل خلیفه رژيم پرون د خپلو ځپونکو اقداماتو په دوام کښې د بحرین دوو تنو سیاسي فعالانو ته د مرګ سزا ورکړه.