د روسیې پرضد دامریکا اقدامات لمسونکی دی
-
وسیې د امریکا په اپوټه ډیره موده کیږي چې د کیمیاوي وسلو زیرمې یې له مینځه وړي دي خو امریکا تراوسه په دې هکله هیڅ اقدام نه دی کړی .
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د ماسکو پرضد دامریکا د بایکاټونو د دوهم(۲) پړاو اعمالول لسمونکی اقدام او دخپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو بدلولو ته د روسیې د مجبورولو لپاره دامریکا دناتوانۍ نښه وبلله .
هغې وویل امریکا په بریتانیا کښې د روسیې پخوانی جاسوس سرګی اسکریپال(Sergei Skripal) ته د زهر د ورکولو له موضوع په ماسکو د دباو د اعمالولو د دوام لپاره استفاده کړی ده .
میرمن ماریا زاخارووا وویل سرګی اسکریپال ته د زهرو ورکول یوځل بیا د کیمیاوی او دمایکروبی وسلو د کنټرول په هکله په نولس سوه یونویم(۱۹۹۱) میلادی کال کښې د تصویب شوی قانون پراساس د روسیې پرضد د امریکا د بایکاټونو د دوام لپاره یوه(۱) پلمه ګرځیدلی ده .
دروسیې دخارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا زیاته کړه امریکا او دهغې متحدانو په تیرو څو کلونو کښې په ځلونو په ماسکو د دباو د اعمالولو لپاره بیلابیل مکانیزمونه کارولی دی خو هیڅ بریالیتوب یې نه دی ترلاسه کړی .
هغې ټینګار وکړ روسیې د امریکا په اپوټه ډیره موده کیږی چې د کیمیاوی وسلو زیرمې یې له مینځه وړی دی خو امریکا تراوسه په دې هکله هیڅ اقدام نه دی کړی .