شمالی کوریا بل توغندی هم ازمویلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83930-شمالی_کوریا_بل_توغندی_هم_ازمویلی_دی
فارس خبری اژانس راپور ورکړ جنوبی کوریا نن سهار وویل ګاونډی هیواد شمالی کوریا یې یوځل بیا توغندی ازمویلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 23:45 Asia/Kabul
  • دشمالي کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبي کوریا ګډه پوځي مانوره له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پیل شوي .
    دشمالي کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبي کوریا ګډه پوځي مانوره له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پیل شوي .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ جنوبی کوریا نن سهار وویل ګاونډی هیواد شمالی کوریا یې یوځل بیا توغندی ازمویلی دی .

د جنوبی کوریا یونهاپ خبری اژانس وویل شمالی کوریا له خپل ختیځ ساحل څخه دوه(۲) توغندی ویشتلی دی .

دا په تیرو څوارلسو (۱۴) ورځو کښې د شمالی کوریا پینځمه (۵) توغندوی ازموینه ده چې ترسره کړی یې ده .

دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون نوی توغندوی ازموینې له امریکا څخه د وسلو د واردولو دکار د بندولو  او له واشنګټن سره د ګډو پوځی مانورو د کار د پاې ته رسولو لپاره جنوبی کوریا ته خبرداری بللی دی .

دشمالی کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبی کوریا ګډه پوځی مانوره له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پیل شوی او پینځویشت (۲۵) ورځې به دوام ولری .