د نایجریا حکومت د شیخ زکزاکی د وژلو هڅه کوی
(last modified Fri, 16 Aug 2019 01:37:56 GMT )
Aug 16, 2019 06:07 Asia/Kabul
  • د نایجریا حکومت د شیخ زکزاکی د وژلو هڅه کوی

شیخ زکزاکی د خپلې درملنې له بهیر د نارضایتی ، امنیتی محدودیتونو او د باور وړ ډاکټر د نیشتوالی په دلیل بیګا د هند له نوی ډیلی د نایجریا د پلازمینې ابوجا په لور روان شو .

د یونیوز له راپور سره سم د نایجریا اسلامی غورځنګ جوته کړه شیخ زکزاکی او د هغې میرمنې ته د درملنې د سفر د اجازت لپاره د سترې محکمې فیصله د نایجریا حکومت د غوښتنې په اپوټه وه .

د نایجریا اسلامی غورځنګ ټینګار وکړ حکومت هڅه کوی چی په هره روده شیخ زکزاکی ووژنی او دد هغه غورځنګ له مینځه یوسی تر څو په افریقا د لویدیځ د امپریالیزم د سلطې د ستنیدا لپاره زمینه برابره شی .

شیخ زکزاکی د خپلې درملنې له بهیر د نارضایتی ، امنیتی محدودیتونو او د باور وړ ډاکټر د نیشتوالی په دلیل بیګا د هند له نوی ډیلی د نایجریا د پلازمینې ابوجا په لور روان شو .

د لندن د اسلامی بشری حقوقو د مرکز مسول مسعود شجره په وینا په هند کی د شیخ زکزاکی د درملنې وضعیت ډیر بد وو او له هغه سره د مجرم په توګه چلند کیده .