دامریکا خارجه وزیر یو زهرجن بوټی دی
Aug 23, 2019 09:26 Asia/Kabul
-
پیانګ یانګ له امریکا سره جنګ او دغه راز خبرو اترو ته تیار دی .
زمونږخبریال وایی دشمالی کوریا د بهرنیو چارو وزیر ری یونګ هو (Ri Yong-ho) په یوې(۱) مرکې کښې دامریکا په بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو نیوکې سره هغه د واشنګټن په ډیپلوماسۍ کښې زهرجن بوټی وباله او زیاته یې کړه چې پمپئو د پیانګ یانګ او دواشنګټن ترمینځ د اټومی خبرو اترو د پیلیدا په لاره کښې خنډ دی .
دشمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو وویل پیانګ یانګ له امریکا سره جنګ او دغه راز خبرو اترو ته تیار دی .
هغه زیاته کړه شمالی کوریا هیواد د امریکا دچټی پلانونو او خوبونو د له مینځه وړلو لپاره هم تیار دی او پیانګ یانګ به هڅه وکړی چې د امریکا لپاره دستر خطر په توګه ووسی .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو څو ورځې مخکې په یوې (۱) مرکې کښې د شمالی کوریا پرضد د بندیزونو په دوام ټینګار کړی وو .
ټیګونه