د تهران او پاکستان ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې د تهران او ورپسې هم د پاکستان چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ،تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم دتهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې د حکومت اونۍ په مناسبت د ډاکټر محمد حسین بهشتی له لوقه لیکلی دی په اسلام او اسلامی اداری نظام کې دامت امام،دامت مسئولان او ولایت ،ګورنران، او دولسوالیو او بیلابیلو سیمو مسئولان ،دوی باید له ولس سره ووسی او له ولس سره یو ځای حرکت وکړی ،نو هاله به یو بریالی او پرمختللی برخلیک ولرل شو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی، د چین خارجه وزیر وانګ یی په بیجینګ کې دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کې روښانه کړې چین د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې دساتلو لپاره له ایران او نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا لپاره کلک هوډ لری او دا داسې هراړخیزه او جامعه نړیواله موافقه ده چې هیڅ ډول ساری نه لری .
ورځپاڼه بیا لیکی ، دامریکا د ارواپیژندنې یو نامتو استاذ او کارپوه آلن فرانسس چې د امریکا د ډوک پوهنتون د ارواپیژندنې دپوهنځی پخوانی مشر هم دی ، له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ،ډونلډټرمپ داسې چلند کوی ،لکه چې په زیات احتمال سره د آډولف هیټلر ،جوزف سټالین په څیر له جنایتکارو هم لاریات د انسانانو د وژلو مسئول وی .
د جی اوه ډلې مشران دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره هماغه راز ډیر اختلافات لری او ښآئی د جی اوه ډلې او ټرمپ دمشرانو ترمینځ لاره هم جلا شی . ډیری شناندی او کارپوهان وائی ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ غواړی خپله بدماشی دجی اوه ډلې پر مشرانو روښانه کړی ،خو اوس وخت دتیر په شان نه دی او نن سبا هیڅوک د بل بدماشی او چودراهټ نه منی .
رای الیوم ورځپاڼې لیکلی دی ، دعراق الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک د یوې اعلامیې په خپرولو سره وحشی صهیونیسټی رژیم په الانبار ولایت کې ددغه ځواک پر یوه مرکز دبې پیلوټې الوتکې دحملې عامل بللی او خبرداری ئې ورکړی ، چې ددغه ډول حملو غچ به ډیر زر واخلی .
دیمن د پوځ ویندوی جنرال یحیی سریع په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی ، د صماد درې ډوله ځای بې پیلوټه الوتکې په وسیله ئې چې په همداوروستیو کې نندارې ته وړاندې شوی ، د سعودی عربستان په ریاض کې ئې یو ډیر مهم او حساس پوځی مرکز په نښه کړی او ډیر تاوانونه ئې وراړولی دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف وئیلی دی ، دغه هیواد د اتو صنعتی هیوادونو ډلې :جی ایټ : ته دبیرته ستنیدا په باب هیڅ ډول فیصله نه ده کړې.
دا هم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې ئې لیکلی دی ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی دځینو حیرانونکو څرګندونو په غبرګون کې چې وئیل کیږی ، د نورو هیوادونوځینو لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکاتو او ورسره په راشه دیرشه سره آبادیږی ، په ډاګه کړې ،هیواد په کار ،زیار او هڅو سره آبادیږی ، له نورو سره په لیدوکاتو او ورسره په راشه دیرشه سره نه .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،په سیمې کې د مقاومت جبهې د صهونیسټ رژیم او دهغو د ملاتړو دحملو ځواب ، دعربستان په پلازمینې او ددغه هیواد په نورو پوځی مرکزونو،دعراق په شمال کې په یوه امریکائی پوځی مرکز او همداراز د نیواکی فلسطین په جنوبی سیمو کې په ترټولو ستر صهیونیسټ میشته ښارګوټی باندی په توغندوی او د ډورن الوتکو په حملوسره ورکړ.
په بنګله دیش کې کابو دوه لکه روهنیګیائی کډوالو مسلمانانو ،دمیانمار یا برما د وحشی پوځیانو په لاس دمسلمانانو د نسل ختمونې دجنایتونو دکلیزې په مناسبت،دبنګله دیش په کیمپونو کې مظاهرې وکړې او ددغو بوږنونکو وژلو دختمولو غوښتنه وکړه .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دسورئې په بیارغاونې کې د امریکا په کار ړنګونو په سختو نیوکو سره روښانه ړې ، واشنګټن په هغه نندارتون کې ګډونکونکی ، چې ټاکل شوې په همدې هدف سره په دمشق کې ترسره شی ، په بایکاټ ګواښلی دی .
د جنوبی کوریا او چاپان ترمینځ ددرز په زیاتیدا سره د امریکا د امنیتی ائیتلاف د دړې وړې کیدا احتمال ډیر زیات شوی دی .
د فلسطیند بندیانو او پتمنو د چارو ادارې په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، د صهیونیسټ رژیم په بندونو کې فلسطینی ځوانان په ډیر بوږنونکی ډول شکنجه کیږی او ډیر غیر انسانی چلندونو سره مخامخ دی .
د ترکیې د لوړې پوځی شورا په ناستې کې د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان او پوځی جنرالانو ترمینځ د پوځی درجو دلوړولو ،ځای په ځای کولو او دلیرې کولو په سر په بحث او دخولې په شخړې پسې له دغې غونډې وتلو وروسته د پوځ پنځو لوړپوړو جنرالانو استعفی ګانې ورکړی دی .
د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې داحتمالی موافقې د ګونګوسو په خپریدا پسې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دسعودی عربستان دسفر په دوران کې د آل سعود رژیم د واکوالانو لمن ته لاسونه غزولی دی . داپه داسې حال کې دی چې په قطر کې ددغو خبرواترو دنهم پړاؤ له ترسره کیدا وروسته بیا هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی ،بهرنیو عسکرو او دغه راز د وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې او اخ وډب هماغه راز اوج ته په رسیدو دی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې دعامو خلکو یو شمیر جنایزې اوچتې نشی او دغه راز زیات شمیر سیمې د حکومتی او وسلوالو طالبانو ترمینځ لاس په لاس نشی.
دسورئې پوځ او دمقاومتی چورلیز ځواک په ادلب او حماه ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګر و یو شمیر نور مرکزونه او پټنځایونه تباه کړی او دهغوی زیات شمیر په ستروسلو سنبال ګاډی او ستر پوځی تجهیزات ئې هم له مینځه وړی دی ، دغه راز په دغو پاکونکو عملیاتو کې کابو ۴۸تفکیری ترهه ګر هم هلاک او ټپیان شوی دی .
دکشمیر دشخړې په سر دهند او پاکستان اختلافات تر خطرناک حده رسیدلی او دا په داسې حال کې دی چې په درویشتمه ورځ هم په جمو او کشمیر کې د هندی پوځیانو په لاس دکشمیری مسلمانانو پر کورونو او مکانونو حملو او دکشمیری ځوانانو وهلو ټکولو او نیوللو دوام درلود. له دې سره په یووخت د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودی چې په متحده عربی اماراتو کې د دغه هیواد له امیر دامن ملی میډال ترلاسه کړی له دې وروسته ئې په بحرین کې هم د آل خلیفه رژیم دامیر په لاس هم دامن ملی ایوارډ په داسې حال کې په غاړه کړ چې وئیل کیږی نریندرا مودی د لسګونو زره کشمیری مسلمانانو په وژلو ویاړی او دانسانانو دقصاب لقب ئې ګټلی دی .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان د ریلوې وزیر شیخ رشید د متحده عربی اماراتو او دبحرین د واکوالانو په لاس د کشمیریانو وژونکی قصاب نریندرا مودی ته دامن دمیډال په ورکولو سخته کرکه څرګنده کړې او وئیلی ئې دی ،دکشمیر دموضوع په سر له عربانو هیڅ ډول تمه نه لرو او دا اسلامی ایران دی چې په هرډګر او هرې نړیوالې ادارې کې ئې د کشمیر دموضوع په سر د کشمیری مسلمانانو د مظلومیّت چغه پورته کړی او ملاتړئې ترې کړی دی .
څو ورځې مخکې داسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه ای په یوې وینا کې د اسلامی ا یران مسئولانو ته په خطاب سره فرمائیلی ، هندوستان غواړی پر کشمیری مسلمانانو هر ډول ظلم او تیری ته دوام ورکړی،باید دغه ظلم او جنایتونه پای ته ورسیږی او په ظلم او کړاؤ سره هندی حکومت د کشمیریانوانقلابی او پتمنه روحیّه نشی خرابولی ،باید هندی حکومت اوپوځ له سوله ایزو لارو دکشمیریانو مشکلات او دردونه پای ته ورسوی.
اوس هم راګرځو دپاکستان چاپ ځینوورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
دپاکستان جنګ ورځپاڼې لیکلی دی ، د پاکستان دریلوې د چارو وزیر شیخ رشیددکشمیر دموضوع په سر له هندوستانه دعربانو دغوڅ ملاتړ په محکومولو سره په ډاګه کړې که عربان هم ورسره ملاتړ پریږدی بیا هم پاکستان د کشمیریانو د آزادۍ دغورځنګ ملاتړی دی او هیڅکله به هم د کشمیریانو له ملاتړه لاس په سر نه شوو.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دکشمیر دمسلمانانو له مظلومیّته د ایران داسلامی انقلاب د رهبر غوڅ ملاتړ کشمیریانو ته لازیاته مثبته انرژی ورکړې او کاش چې دغه شان دریځ نورو اسلامی هیوادونو هم درلودلئ .
په لاهور کې دبډورو یا ګردو په تور بازار کې د غیر قانونی پیرپلور په نتیجې کې پنځه کسان نیول شوی دی
په اسپانیا کې د ورښتونو او سیل له امله په لسګونو هستوګونو ودانۍ نړیدلی او په میلیونونو یورو تاوانونه ئې اړولی دی .
روسیې خلا یا فضا ته د انسان په شکل روبوټ ولیږدوۀ.
دامریکا یوه سناتور ګیری پیټرز روښانه کړې ، هندوستان دې له مقبوضه کشمیر څخه خپل پوځیان وباسی او کشمیریانو ته دې د نظر دڅرګندولو آزادی ورکړی .
په ملګروملتو کې د پاکستان استازې میرمن ملیحه لودهی د کشمیر د موضوع په ملګروملتو کې دمطرح کولو په باب دمشورو په دوام کې د عمومی اسمبلۍ له مشرې میرمن ماریه سپونز ا سره لیده کاته وکړل
دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په باجوړ ضلعې کې د ګاډو یا چکړو د ډرائیورانو د ټولنې دخپلو حقوقو د نه پوره کیدا بانډې په اعتراض کې کار بندیز کړی او ګواښ ئې کړی که ددوی غوښتنې ونه منل شی ، نو خپل کاروبار به په ټپه ودروی .
په اسلام اباد کې د جنوبی کوریا دسفارت یوه شپاړس کسیزپلاوی دپیښور پوهنتون بیلابیلې څانګې لیدلی او ددغه نړیوال پوهنتون له چاروالو سره ئې دهرډول مرستې او ملګرتیا هوډ څرګند کړی دی .
دخیبر پختونخوا صوبې په مرکز پیښور کې ځای پولیسو د ښار په بیلابیلو سیمو کې په عملیاتو سره د ګرانۍ او صفائۍ نه کولو په تور په لسګونو کاسبان نیولی او دغه راز ئې په لسګونو دکانونه او هوټلې هم تړلی دی
د لارو پولیسو له پیښوره دپنډۍ په لور په یوه ګاډی کې ځای په ځای کړائ شوی په لسګونو کلوګرامه چرس او دهغو وړونکی دوه کسان سره دګاډی نیولی دی .
داهم دنیا نیوز ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،په کراچۍ بندری ښار کې د سختو ورښتونو له امله په سړکونو باندې داوبو ددریدا او دګنده اوبو د بهر ویستو د خراب نظام له امله په درست ښار کې د ناروغیو دخوریدا خطره نوره هم زیاته شوې ده .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د کشمیر د موضوع په باب دمشورو لپاره د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان سره په داسې حال کې ټیلیفونی مشورې کړی ، چې له دې مخکې په متحده عربی اماراتو او بحرین کې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودی ته دامن ملی ایوارډ یا میډال ورکړل شوی دی .
د اپه داسې حال کې دی چې دسعودی عربستان پاچا ملک سلمان هم تیر کال عربستان ته دسفر په وخت هندی لومړی وزیر مودی سرکار ته تر ټولو لوړ ملی ایوارډ یا میډال ورکړی ؤ.
دپاکستان لومړی وزیر دفتر یا سکرټریټ دبریښنا د ادارې کابو یو څلویښت لکه دیارلس زره روپو پوروړی دی . دبریښنا ادارې یا آئیسکو د لومړی وزیر سکرټریټ ته د پیسو دنه ورکولو په نتیجه کې ددغه ملی سکرټریټ د بریښنا دغوڅولو ګواښ کړی دی .