دایران دریم ګام دامریکا بایکاټونو ته ځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84476-دایران_دریم_ګام_دامریکا_بایکاټونو_ته_ځواب_دی
فارس خبری اژانس وایی د روسیې د پارلمان دبهرنیو اړیکو دکمیټۍ مشر لنوید اسلاتسکی () نن ټینګار وکړ دخپلو اټومی ژمنو په کمولو کښې د ایران دریم(۳) ګام د امریکا دبایکاټونو دوام او داروپایی هیوادونو د ژمنو ماتولوته ځواب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2019 11:05 Asia/Kabul
  • امریکا د بایکاټونو په لګولو سره د ایران د حکومت دبدلولو او د تهران د  څنګ ته کولو ستراتیژۍ تعقیبوي .
    امریکا د بایکاټونو په لګولو سره د ایران د حکومت دبدلولو او د تهران د څنګ ته کولو ستراتیژۍ تعقیبوي .

فارس خبری اژانس وایی د روسیې د پارلمان دبهرنیو اړیکو دکمیټۍ مشر لنوید اسلاتسکی () نن ټینګار وکړ دخپلو اټومی ژمنو په کمولو کښې د ایران دریم(۳) ګام د امریکا دبایکاټونو دوام او داروپایی هیوادونو د ژمنو ماتولوته ځواب دی .

هغه وویل دخپلو اټومی ژمنو په کمولو کښې دایران دریم (۱)ګام دایران پرضد د امریکا  نویو بایکاټونو او د ایران دتیلو د صادراتو په کامل ډولوبایکاټولو کښې د امریکا دسیاستونو له کبله د تاوانونو د جبرانولو او د مالی سیسټم اینسټیکس (Instrument in Support of Trade Exchanges) د کارپه پیلولو کښې په خپلو ژمنو عمل کولو کښې د اروپایی هیوادونو  ناتوانۍ ته ځواب دی .

د روسیې دغه چارواکی ټینګار وکړ ماسکو تل د اټومی تړون اجرا کولو ته ژمن دی .

د روسیې د پارلمان دبهرنیواړیکو د کمیټۍ  مشر لنوید اسلاتسکی وویل امریکا د بایکاټونو په لګولو سره د ایران د حکومت دبدلولو او د تهران د  څنګ ته کولو ستراتیژۍ تعقیبوی او په کلی ډول په فارس خلیج کښې د تاوتریخوالی د رامینځته کولو هڅه کوی .

هغه له ایران سره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د امریکا بیا بیا غوښتنو ته غبرګون وښود او ډاګینه یې کړه دغه موضوع باید جدی ونه ګڼو