سوله او امنیت په ښو اړیکو سره لاس ته راځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84610-سوله_او_امنیت_په_ښو_اړیکو_سره_لاس_ته_راځی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی بیګا په بیشکک کښې د قیرغیزستان له لومړی وزیر محمد قالی عبدالقاضی اف سره په کتنې کښې امریکا د نا باور وړ وبلله او ویې ویل د سیمې هیوادونه له یوبل سره د ښو اړیکو په لرلو سره د ټولو لپاره سوله اوامنیت ډالۍ کولای شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2019 01:18 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل له ترهګرۍ په ملاتړ کولو سره په سیمه کښې دخپلو ګټو دتامینولو کوشش کوي .
    امریکا او اسرائیل له ترهګرۍ په ملاتړ کولو سره په سیمه کښې دخپلو ګټو دتامینولو کوشش کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی بیګا په بیشکک کښې د قیرغیزستان له لومړی وزیر محمد قالی عبدالقاضی اف سره په کتنې کښې امریکا د نا باور وړ وبلله او ویې ویل د سیمې هیوادونه له یوبل سره د ښو اړیکو په لرلو سره د ټولو لپاره سوله اوامنیت ډالۍ کولای شی .

هغه په دغه کتنې کښې په سیمه کښې له ترهګرو څخه دامریکا او دصهیونیسټ رژیم وسله والو او مالی ملاتړونو ته په اشارې سره وویل امریکا او اسرائیل له ترهګرۍ په ملاتړ کولو سره په سیمه کښې دخپلو ګټو دتامینولو کوشش کوی .

دایران د اسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی ډاګینه کړه امریکا په اسلامی نړۍ کښې د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوی خو ایران کوشش کوی په سیمه کښې په پایداره ډوله سوله ، وحدت او امنیت وی .

دقیرغیزستان لومړی وزیر محمد قالی عبدالقاضی اف هم دایران پرضد دامریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل قیرغیزستان له دغو بایکاټونو سره مخالف دی .

هغه دایران ولسمشر حسن روحانی  او دهغه لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری  ته د تودو سلامونو په استولو سره وویل په نږدې راتلونکی به ایران ته سفر وکړم .