داسرائیلو واکمن ګوند په ټاکنو کښې اکثریت ترلاسه نکړ
-
نتانیاهو دغه راز د انتخاباتو دنتیجو دپایلوپه خاطر د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې دګډون لپاره خپل سفر لغوه کړ.
زمونږخبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کښې د اکثریت په ترلاسه کولو کښې ناکامه شو .
د اسرائیلو د انتخاباتو دغه پایلې سرزوری لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته یو بل ستر ګوزار دی .
ویل کیږی چې د اسرائیلو د واکمن لیکوډ ګوند تر مشرۍ لاندې بلاک دپارلمان له یوسل شلو(۱۲۰) څوکیوڅخه پینځه پنځوس (۵۵) څوکۍ ترلاسه کړی دی او شپږپنځوس (۵۶) نورې څوکۍ هم کیڼ پاله ائتلاف ګټلی دی .
داسرائیلو په پارلمان کښې داکثریت دترلاسه کولو لپاره یوشپیته (۶۱) څوکیوته ضرورت شته .
داسرائیلو د لیکوډ ګوند یوه ویاند وویل د ښې پالو ډلو مشرانو پرون له لومړی وزیر نتانیاهو سره کتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نوی حکومت په جوړولو کښې له نتانیاهو سره مرسته وکړی .
داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو دغه راز د انتخاباتو دنتیجو دپایلوپه خاطر د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دګډون لپاره خپل سفر لغوه کړ.